د بریکس سرمشریزه د شي او پوتین په نه موجودیت کې پيل شوه
۱۴۰۴ تیر ۱۵, یکشنبهد یکشنبې (د جولای میاشتې ۶ نیټه) په ورځ د بریکس ډلې مشران په دغه دوه ورځنۍ سرمشریزه کې د ګډون کولو له پاره د برازیل په پلازمینه ریو دِ ژانیرو کې را ټول شوي دي.
د « BRICS» اختصاري نوم د دغې ډلې د بنسټ ایښودونکو هیوادونو، یعنې برازیل، روسیه، چین او سویلي افریقا د نومونو له لومړیو تورو څخه اخیستل شوی دی.
د ۲۰۲۴م کال په لومړیو کې ایران، اتیوپیا، مصر او متحده عربي امارات هیوادونه هم له دې ډلې سره یوځای شول او انډونیزیا هم د روان کال په جنورۍ کې د بریکس غړې شوه.
دغه غونډه چې برازیل یې مشري کوي، ټاکل شوې ده د روغتیایي سیاستونو، مصنوعي زیرکتیا او اقلیمي بدلونونو پر موضوعاتو بحث وکړي.
خو د لومړي ځل له پاره د چین ولسمشر شي جین پینګ به په دې سرمشریزه کې ګډون ونه لري او خپل پر ځای یې لومړی وزیر لي کیانګ دغې سرمشریزې ته استولی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په دې غونډه کې ګډون نه کوي، ځکه هغه پر اوکراین د روسیې په یرغل کې د نقش لرلو له کبله، چې په ۲۰۲۲م کال کې پیل شو د جزا نړیوالې محکمې تر تعقیب لاندې دی.
برازیل به د روم اساسنامې د یوه لاسلیک کوونکي هیواد په توګه د جزا نړیوالې محکمې له خوا د پوتین د نیولو حکم په عملي کولو مکلف وي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د اسرائیل او امریکا متحده ایالاتو د وروستیو بریدونو په دلیل په دې سرمشریزه کې ګډون نه دی کړی.
د بریکس غړي هیوادونه وایي چې دوی د نړۍ د نفوس ۴۸،۵ سلنه، د ځمکې د مساحت ۳۶ سلنه او د نړۍ د اقتصادي تولید ۲۴ سلنه برخه تشکیلوي.
دغه هیوادونه ځان د نړۍ د سویلي هیوادونو ترمنځ د همکارۍ له پاره یو پلیټ فارم بولي.
دغه ډله اراده لري چې د «جي ۷» ډلې په نوم د نړۍ د لویدیځو پر مختللو اقتصادي قدرتونو پر وړاندې د تعادل رامنځته کوونکي په توګه رول ولوبوي.