م.م.: میلیاردونه کارکوونکي د ګرمۍ له فشار سره مخ دي
۱۴۰۴ مرداد ۳۱, جمعهد نړۍ د روغتیا سازمان (WHO) او د نړۍ د هوا پېژندنې سازمان (WMO) د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د اګست ۲۲مه) په یوه ګډ راپور کې وویل چې د کور دننه او بهر کارکوونکي په زیاتېدونکي ډول د لمر وهلو، د بدن د اوبو د کموالي، د پښتورګو د خرابېدو او عصبي اختلالاتو سره مخ کېږي.
راپور زیاتوي، چې د اقلیم بدلون د تودوخې زیاتې او سختې څپې راوړي. د ورځې تودوخه له ۴۰ سانتي ګراد څخه پورته او حتی ۵۰ سانتي ګراد، ورځ تر بلې عادي کېږي. د نړۍ د هوا پېژندنې د سازمان د موندنو له مخې، ۲۰۲۴ په تاريخ کې د تودوخې تر ټولو تود کال و.
د ملګرو ملتونو راپور چې د پنځو لسیزو څېړنو او شواهدو پر بنسټ جوړ شوی، وایي شاوخوا نیمه نړۍ اوس د لوړې تودوخې د منفي پایلو سره مخ ده چې اوږدمهاله روغتیايي او اقتصادي امنیت ته ګواښ پېښوي.
گرمي د ۲۲،۸۵ میلیونو کلني مسلکي ټپونو لامل
د کار د نړیوال سازمان (ILO) د اټکل له مخې، له ۲،۴ میلیاردو زیات کارکوونکي په نړۍ کې د زیاتې ګرمۍ لاندې کار کوي چې هر کال د ۲۲،۸۵ میلیونو مسلکي ټپونو لامل کېږي. د راپور په وینا، په ځانګړي ډول د خطر لاندې ډلو کې کرنیز، ساختماني او د کب نیولو د سکتورونو کارکوونکي، ماشومان، زاړه کسان او په پرمختیايي هېوادونو کې د ټیټ عاید لرونکي وګړي شامل دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، د ګرمۍ فشار د اقتصاد روغتیا ته هم ګواښ دی، ځکه د کارکوونکو د تولیدي وړتیا د هرې درجې زیاتوالي (د ۲۰ درجې پورته) پر مهال په منځنۍ توګه ۲ تر ۳ سلنه راټیټېږي.
د WMO مرستیال سکرتر جنرال، کو باریټ، وویل: «د کارځای د ګرمۍ فشار یو نړیوال ټولنیز چلنج ګرځېدلی چې نور یوازې د استوا نږدې هېوادونو پورې محدود نه دی، لکه څنګه چې د اروپا وروستۍ د ګرمۍ څپې وښوده. د کارکوونکو د ساتنې اړتیا یوازې روغتیايي نه ده، بلکې اقتصادي هم ده.»
د ملګرو ملتونو سپارښتې
د دغو ستونزو د حل لپاره، د ملګرو ملتونو کارپوهان له حکومتونو، د سیاستي تګلارو جوړوونکو، د عامې روغتیا چارواکو او له په کار ګمارونکو غوښتنه کوي چې داسې اقدامات پلي کړي چې د ګرمۍ اغېزې په کارکوونکو راکمې شي.
د WHO د روغتیا د ودې مرستیال ډایرکټر جنرال، ډاکټر جیریمي فَرار، وویل: «دا نوې لارښوونه عملي، د شواهدو پر بنسټ حللارې وړاندې کوي چې ژوند وژغوري، نابرابري کمه کړي او په تودېدونکي نړۍ کې لا پیاوړي کاري ځواکونه جوړ کړي.»
راپور وړاندیز کوي چې د کارځای د ګرمۍ د عمل پلانونه جوړ شي، د صنعتونو او سیمو د ځانګړو اړتیاوو سره سم او د کارګمارونکو، کارکوونکو، اتحادیو او د عامې روغتیا له کارپوهانو سره په ګډه طرحه شي.
په راپور کې ټینګار شوی چې زیانمنونکي ډلې باید لومړیتوب ولري، په ځانګړي ډول منځني عمر لرونکي او زاړه کارکوونکي، هغه کسان چې مزمنې ناروغۍ لري او هغه کسان چې د فزیکي وړتیا له پلوه کمزوره دي او د ګرمۍ فشار ته ډېر حساس دي.
دغه هم ولولئ: آیا مصنوعي ځیرکتیا کیدای سي د انساني کاري ځواک ځای ونیسي؟
ډېر ځله غلط تشخیص
ملګري ملتونه همدارنګه سپارښتنه کوي چې د پوهاوي او زدهکړې پروګرامونه بايد پیاوړي شي چې لومړني مسولين، روغتیايي کارکوونکي، په کار ګمارونکي او کارکوونکي وپوهېږي چې د ګرمۍ د فشار نښې څنګه وپېژني او په سمه توګه یې درملنه وکړي، ځکه دا ډېر ځله غلط تشخیص کېږي.
د څېړنو د ملاتړ، د پایښت وړ او پراخېدونکو حللارو جوړول او د هغو ټکنالوژیو او نوښتونو منل چې روغتیا خوندي کوي او په عین حال کې تولیدي وړتیا ساتي، سپارښتنه يې شوې ده.
د ILO د کارځای د خوندیتوب او روغتیا د برخې مشر، خواکیم پینتادو نونس، وویل: «دا راپور زموږ په ګډ ځواب کې یو مهم پړاو دی چې د کارپه نړۍ کې د زیاتېدونکې سختې ګرمۍ له ګواښ سره مبارزه وکړي. د WHO او WMO سره په ګډه موږ د بیړني او همغږي عمل غوښتنه کوو چې د هغو له ۲،۴ میلیاردو څخه زیات کارکوونکو روغتیا، خوندیتوب او وقار وساتو چې په نړۍ کې د زیاتې ګرمۍ سره مخ دي.»