اوکراین: روسیې تېره شپه د ډرونونو تر ټولو لویه حمله کړې
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۸, یکشنبهاوکرایني چارواکو د یکشنبې په سهار وختي (د ۲۰۲۵م کال د می ۱۸مه) وویل چې روسیې په دغه حمله کې ۲۷۳ ډرونونه کارولي چې تر ډېره پکې د کیف، دنیپروپروفسک او دونيڅک سیمې ويشتل شوي دي. لږ تر لږه یوه ښځه په کیف سیمه کې وژل شوې او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
اوکراین ويلي چې د ۲۷۳ ډرونونو له ډلې ۸۸ ېې راغورځولي دي.
دغه پراخه حمله د جمعې په ورځ په ترکیې کې د کیف او مسکو تر منځ د سولې تر مخامخ خبرو اترو وروسته شوي. اوکرایني چارواکو ويلي حمله په ځايي وخت د سهار په ۸ بجو وشوه.
نور ولولئ: د آلمان د بهرنیو چارو وزیر: روسیه په بالتیک بحیره کې «موږ ټول ګواښي»
رويټرز خبري آژانس د اوکراین د هوايي ځواکونو د معلوماتو پر اساس لیکي چې د روسیې د شنبې او یکشنبې تر منځ شپې حمله د ۲۰۲۲م کال له فبرورۍ راهیسې چې روسیې پر اوکراین پوځي یرغل وکړ، تر ټولو ستره حمله ده.
د اوکرایني چارواکو په خبره د تېرې شپې په حمله کې وژل شوې ښځه ۲۸ کاله عمر درولود او په درو ټپیانو کې یو ۴ کلن ماشوم هم شامل دی.
کیف او مسکو د لومړي ځل له پاره د جمعې په ورځ په استانبول کې د سولې مخامخ خبرې درلودې خو پکې ونه توانېدل چې پر یو موقتي اوربند توافق ته ورسیږي. په دغه ۱۰۰ دقیقه ېې خبرو کې دواړو خواو د ۱۰۰۰ جنګي بندیانو پر تبادلې موافقه وکړه.
نور ولولئ:اوکرايني چارواکي: د روسيې په یوه حمله کې ۹ کسان وژل شوي
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، چې هڅه کوي په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي، ويلي دي چې د دوشنبې په ورځ به د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي سره خبرې وکړي.
اوکرایني چارواکو د شنبې په ورځ هم ویلي و چې یو روسي ډرون په سومي سیمه کې د ملکیانو یو بس په نخښه کړ چې ۹ کسان کې وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.