استرالیا ایران د سيدني او ملبورن حملوکې په لاس لرلو تورن کړی
۱۴۰۴ شهریور ۴, سهشنبهتر دوهمې نړېوالې جګړې وروسته دا لومړی ځل دی چې استرالیا د ایران پر ضد دا ډول یو اقدام کوي.
د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې په غزه کې د جګړې له پېل راهیسې د استرالیا په کورنو، ښوونځيو او کنیسو کې د یهودیت ضد عمدي ورانکاریو او اوراچونې پېښې شوي دي.
د استرالیا صدراعظم انتوني البانیز ويلي دي چې د استرالیا د استخباراتو ادارې موثق استخباراتي معلومات ښيي چې ایران لږ تر لږه په دوو حملو کې مستقیم لاس درلودلی دی.
البانیز د سې شنبې په ورځ د اګست ۲۶مه په یوه لنډه خبري ناسته کې وویل چې «دغه دوه خارق العاده او خطرناکې سازمان شوې کړنې د یوه بهرني هېواد له خوا د استرالیا په خاوره کې شوې دي. دوی هڅه کوله تر څو ټولنیز انسجام تضعیف او په ټولنه کې اختلاف رامنځ ته کړي.»
تهران کې د استرالیا سفارت
د استرالیا صدراعظم په دې تړاو د ایران یادونه وکړه او ويې ویل چې ایران د تېرکال د سيدني ښار پر کوشير رستورانټ او په ملبورن کې د اسرائیل پر اداس کنیسه حملو کې خپله «ښکېلتیا پټه کړي.»
هغه زیاته کړه د استرالیا امنيتي اورګانونو ویلي چې داسې ښکاري چې ایران به تر دې هم ډېرې حملې سازمان کړي وي.
البانیز وویل چې استرالیا په تهران کې خپل سفارتي چارې درولي او ټول کارمندان ېې په یو دریم ګړي هېواد کې خوندي دي. هغه خبرداری ورکړ چې حکومت به ېې د ایران سپاه پاسدارن د ېو تروریستي سازمان په توګه درجه بندي کړي.
د ایران سفیر شړل شوی دی
د استراليا صدراعظم همدا شان د سې شنبې په ورځ وويل چې حکومت یې په دغه هېواد کې د ایران سفير احمد صديقي او درې نور دیپلوماتان په يهوديت ضد جرمونو کې د لاس درلودو له کبله شړلي دي.
تر دې د مخه د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې، پني وانګ، ويلي ول چې د ایران سفیر احمد صادقي او درو ایراني چارواکو ته ېې ۷ ورځې وخت ورکړی چې له دغه هېواده ووځي. دا تر دوهمې نړېوالې جګړې وروسته لومړی ځل دی چې استرالیا ایران ته د هغه د سفېر د وتلو وايي.
د مهر په نوم ویب پاڼه چې په فارسي ژبه خپريږي، هم د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ چې ااسترالیا په کنبیرا کې د ایران سفیر احمد صادقي اخراج کړ.
په کنبیرا (د استرالیا پلازمېنه) کې د اسرائيل سفارت د خپل مهم رقیب ایران پر وړاندې د استرالیا له دغه اقدامه هرکلی کړی دی.
د اسرائیل هرکلی
د اسرائیل سفارت په یو اعلامیه کې چې پر اکس شبکه ېې خپره کړې راغلي چې د «ایران رژیم نه یوازې د یهودانو او اسرائیل، بلکې د استرالیا په ګډون د ټولې آزادې نړۍ له پاره» ګواښ دی.
ایران او اسرائیل د سږکال په جون میاشت کې یوه ۱۲ ورځنۍ جګړه درلوده. دغه جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې اسرائیل د ایران پر اټومي تاسیساتو حملې وکړې.
په استرالیا کې شاوخوا ۹۰ زره په ایران کې زېږېدلي ایرانیان ژوند کوي.
ایران د استرالیا تورونه رد کړي
تهران د کنبیرا دغه ادعاوې رد کړي او د ورته ديپلوماتیک اقدام خبره ېې کړې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د سه شنبې په ورځ په یوه لنډه خبري ناسته کې وویل: «جوړې شوې ادعاوې په بشپړه توګه ردیږي.» هغه زیاته کړه: «په دیپلوماتیکه سطحه کې هر ډول نامناست او غیر موجه اقدام به متقابل اقدام ولري.»