ډیری هوايي شرکتونه د پاکستان له فضا څخه له پروازونو ډډه کوي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۵, دوشنبهد آلمان لوفتهانزا او د فرانسې فرانس ایر هوايي شرکتونو د دوشنبې په ورځ وویل چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ د نوو رامنځ ته شوو اختلافاتو په دلیل د پاکستان له فضا پروازونه نکوي. دغه خبره د ترکینګ فلایت په نوم ویب پاڼې هم کړې ده.
لوفتهانزا شریکت رويټرز خبري آژانس ته په یوه استولې اعلاميه کې ويلي دي چې د لوفتهانزا ډلې هوايي شرکتونو «تر ثانوي خبرتيا پورې د پاکستان له فضا خپل پروازونه منع کړي دي.»
نور ولولئ:
رويترز زیاتوي چې دغه شرکتونه به پر دې اعلان عمل کوي، حتی که د ځينو آسیايي پروازونو مسیرونه اوږده کیږي هم. د فلایت ترکینګ ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، د دوشنبې په ورځ له فرانکفورت نوي ډيلي ته پرواز د معمول خلاف یو ساعت ډېر وخت ونیوه، ځکه چې یو بل اوږد مسیر ېې وواهه.
دغه ویب پاڼه همدارنګه د برتیش ایرلاین، سویس انترنیشنل ایر او د اماراتو هوايي شرکت په هکله هم ويلي چې نوي ډيلي ته ېې پروازونه د پاکستان د فضا پر ځای د عربي بحیرې له لارې کړي چې بیا له هغه مسیره شمال پر لور نوي ډيلي پر لور راګرځېدلي دي.
رويترز لیکي چې برتیش ایرلاین ورته په دې هکله پوښتنې ته تر اوسه معلومات نه دي ورکړي.
دغه آژانس زیاتوي چې د پاکستان دهوايي چلند ادارې ورته په دې په دې تړاو د معلوماتو له ورکړې ډډه وکړه.
فرانس ایر په یوه اعلاميه کې ويلي: «دغه شرکت تصمیم نیولی چې تر راتلونکې خبرتیا پورې د پاکستان له پاسه خپل پروازونه وځنډوي.» فرانس ایر د دغه تصمیم دلیل، د پاکستان او هند ترمنځ نوي تاوتریخوالي ښودلي. دغه تاوتریخوالي د اپریل په ۲۲مه په هندي کشمیر کې پر سیلانیانو د شوې حملې راروسته زیات شوي. په دغه حمله کې ۲۶ کسان ووژل شول چې اکثریت ېې هندوان دي.