امریکا کې له اخراجه د حفاظت پای؛ په زرونو افغانان اغیزمنیږي
۱۴۰۴ فروردین ۲۳, شنبهاټکل کیږي چې ۱۴۶۰۰ افغانان چې له امریکا متحده ایالاتو څخه د اخراج د موقت حفاظت په شرایطو برابر دي، د روان میلادي کال په مې میاشت کې له دغه حفاظت څخه بهر کيږي. شاوخوا ۷۹۰۰ کامرونيان هم له دغه حفاظت برخمن ول، چې د هغوی دغه وضعیت په جون میاشت کې پای ته رسيږي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، چې په جنوري میاشت کې امریکا کې واک ته ورسید، ژمنه کړې چې د امریکا په تاریخ کې به په بیساري شمېر مهاجر چې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري، له امریکا اخراج کړي. هغه همدارنګه د مهاجرو د موقت قانوني حمایتونو د سلبولو په خاطر چټک اقدامات وکړل او د هغوی د احتمالي اخراجونو شرایط یې اسانه کړل.
نور ولولئ: امريکا او پاکستان په افغانستان کي د امريکايي وسلو په اړه توافق کړی
ترمپ د پخواني ولسمشر، جو بایدن، په دوره کې د ناقانونه مهاجرت پر ډېروالي نیوکه وکړه او ويلي یې دي چې د هغه په حکومت کې مهاجرو له پاره جوړ شوي حمايتی پروګرامونه، د قانون له دایرې ورهاخو دي.
په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو د بیا حاکمېدووروسته، امریکا متحده ایالاتو له ۸۲زرو ډېر افغانان امریکا ته انتقال کړل. له دې ډلې څه باندې ۷۰ زره کسان له موقتي محافظت سره چې په «پارول» یاديږي امریکا ته داخل شول او تر دوه کلنې مودې د قانوني ورود اجازه یې درلوده.
نور ولولئ: له امریکا کوستاريکا ته اخراج شوې افغانه: راتلونکی مو مرګ دی
د حفاطت موقت وضعیت د هغوی له پاره د حفاظت نور شرایط برابر کړل. د امریکا د کورني امنیت وزارت په ۲۰۲۳م کال کې وویل چې دغه حفاظت په افغانستان کې د وسله والو شخړو او شورش له کبله وضع کړل شو.
مهاجرو ته له امریکا وتلو له پاره ۷ ورځنی مهلت
له مهاجرو څخه ملاتړکونکو ډلو ويلي د افغانانو په ګډون هغه افراد چې د جو بایدن د حکومت پر وخت امریکا ته داخل شوي، د موقت حفاظت د لغوه کېدو پیغامونه ېې ترلاسه کړي دي. د هغوی په خبره دغو افرادو ته حتی ۷ ورځنۍ مهلت ورکړل شوی تر څو د امریکا خاوره ترک کړي.
نور ولولئ: پر لسونو هېوادونو د ترمپ سفري بندیزونه؛ افغانستان هم پکې شامل دی
د امریکا د داخلي امنیت مرستیال وزیر، مک لافلین، روانه اوونۍ ومنله چې د یو شمېر مهاجرو له اخراجه د حفاظت وضعیت لغو شوی او دغه وزارت په دې برخه کې له خپلو صلاحیتونو استفاده کوي. خو هغه واضح نه کړه چې له دغه تصمیم څخه په څه شمېر کې مهاجر اغیزمن شوي.
لافلین په یوه اعلامیه کې ويلي دي: «هغه افراد چې له دغه تصمیم څخه اغیزمن شوي، ورته سپارښتنه کيږي چې له «سي بي پي» اپلیکیشن څخه استفاده وکړي او هېواد پرېږدي.»
له آرشیف څخه: