د افغانستان په ګډون پر لسونو هېوادونو د ترمپ سفري بندیزونه
۱۴۰۳ اسفند ۲۵, شنبهپه دغه نوملړ کې ۴۱ هېوادونه شامل دي چې په درو جلا ګروپونو ويشل شوي دي. افغانستان په لومړي ګروپ کې دی چې لس هېوادونه په کې شامل دي. دا هغه لس هېوادونه دي چې کېدای شي پر اتباعو ېې د امریکا ويزې په بشپړه توګه وځنډول شي. په دغه لسو هېوادونو کې ایران، سوریه، کيوبا او شمالي کوریا هم شامل دي.
ورته نور ولولئ: سرچينې: امريکا ته د سفر ممنوعيت کېدای شي ډېر افغانان اغیزمن کړي
په دوهم ګروپ کې پنځه هېوادونه، اریتریا، هایتي، لاوس، میانمار او جنوبي سوډان شامل دي. پر دغو هېوادونو کېدای شي په قسمي توګه د امریکا متحده ایالاتو ویزې وځنډول شي. سیاحتي او د زده کونکو له پاره تحصيلي ویزې او همدارنګه د مهاجرت اړوند ويزې به هم پکې شاملې وي، خو یو څه استثناوې به وي.
په دریم ګروپ ۲۶ هېوادونه شامل دي چې د نورو ترڅنګ پاکستان، بلاروس او ترکمنستان هم پکې شامل دي.
ورته نور ولولئ: اوس هم ۲۸۰۰ افغانان آلمان ته د داخلیدو په تمه دي
رویټرز دغې موضوع ته د نژدې سرچينو له قوله خبر ورکوي چې پر دغو هېوادونو به په هغه صورت کې په قسمي یا جزوي توګه د امریکا د ويزو ويش وځنډول شي که چېرته ېې حکومتونه «د ۶۰ ورځو په جریان کې د نیمګړتیاو د حل له پاره هڅې ونه کړي.»
یوه امریکايي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل کېدای شي په نوملړ کې یو څه بدلونونه راشي. تمه ده چې دغه نوملړ به د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په ګډون د امريکا ادارې له خوا تائيد شي.
ورته نور ولولئ: د ترمپ د سفر بندیز؛ افغانان هیڅ انتخاب نه لري
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، د جنوري میاشتې په ۲۰مه د مهاجرت یا سفر پر موضوع یو اجرايي فرمان صادر کړ. په دغه فرمان کې غوښتنه شوې هر هغه بهرنی وګړی چې امریکا کې د منلو په لټه کې وي باید د امریکا د ملي امنیت ته د ګواښونو د کشفولو په خاطر یې شدیده څېړنه او معاینات وشي.
د ترمپ د کابينې مختلفو غړو ته دنده سپارل شوې چې د روانې میلادي میاشتې مارچ تر ۲۱مې دې د هېوادونو نوملړ چمتو کړي چې کوم هېواد باندې د امریکا د ویزو وېش په بشپړه توګه او په کومو په قسمي یا جزوي توګه وځنډول شي. دغه کار په دې دلیل کيږي چې د دغو هېوادونو څېړنيز او امنيتي معلومات ډېر محدود دي.
یو انځور البوم هم کتلی شئ.