مېدوېدوف: روسیه د ترمپ د «نمایشي ضرب الاجل» پروا نه کوي
۱۴۰۴ تیر ۲۴, سهشنبهد روسيې پخواني ولسمشر ديميتري مېدوېدوف، د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د جولای ۱۵مه) مسکو ته د دونالد ترمپ د تازه خبرداري په غبرګون کې وویل چې روسیه د دا ډول ګواښونو پروا نه کوي او د ترمپ غبرګون يې «نمایشي» بللی دی. هغه پر اکس شبکه ليکلي چې «ترمپ کریملین ته یو نمایشي ضرب الاجل ټاکلی.»
مېدوېدوف چې دغه پست ېې په انګلیسي ژبه ليکلی دی، پکې ېې زیاته کړې: «هغه نړۍ ولړزېده چې د عواقبو په انتظار وه، متخاصمه اروپا ناهيلې شوه. روسيې اهمیت ورنه کړ.»
په مخکې رپوټونو کې راغلي و چې په خپله کریلمين لا د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر ضرب الاجل ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د دوشنبې په ورځ ېې دا ويلي وو چې امریکا اوکراین ته د وسلو او مهماتو اکمالاتو ته ادامه ورکوي.
نور ولولۍ: ترمپ د روسیې متحدین د گمرکي تعرفو په وضع کولو گواښلي
خو د یو تازه رپوټ له مخې روسيې ويلي دي چې دغه هېواد وخت ته اړتیا لري تر څو په اوکراین کې د جګړې پای یا له نوو تعرفو سره د مخ کېدو په تړاو د ترمپ ضرب الاجل ته ځواب ورکړي، خو زیاته کړې ېې ده چې له کیف سره تازه مذاکراتو ته چمتو ده. د کریملین ویاند دیمیتري پيسکوف خبریالانو ته وویل: «د ترمپ څرګندونې ډېرې جدي دي. موږ خامخا وخت ته اړتیا لرو چې واشنګټن څه ويلي دي.» د پېسکوف دغه خبرې د ترمپ د خبرو په تړاو د مسکو لومړنۍ څرګندونې دي.
دونالد ترمپ، د دوشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د ناټو له عمومي منشي مارک روټه سره ولیدل. دغه کتنه چې په بیضوي دفتر کې وشوه ترمپ پکې اوکراین ته د نوو وسلو د لېږد اعلان وکړ او د روسي د صادراتي مالونو، چې عمده برخه يې نفت جوړوي، اخيستونکو ته د ثانوي سل فیصدي تعرفو ګواښ وکړ.
ترمپ وويل چې ثانوي تعرفې به په هغه صورت کې د روسیې د خامو تېلو پر اخیستونکو هېوادونو ولګوي چې روسيه د ۵۰ ورځو په جریان کې په اوکراین کې د جګرې د پای تړون ته ونه رسيږي. په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ یوه چارواکي هم دغه خبره تائيد کړه.
نور ولولۍ: ترمپ: اوکراین ته پېټرويت سيستم ورکوو، مصرف به ېې اروپايي ټولنه ورکوي
روسيه تر سعودي عربستان وروسته د نړۍ د تېلو دوهم ستر صادرونکی هېواد دی. چين، هندوستان او ترکیه د روسيې د خامو تېلو تر ټولو ستر پېريدونکي هېوادونه دي. که چېرته دغه مهم هېوادونه له روسيې څخه د خامو تېلو د رانیولو په دلیل د ترمپ له ثانوي تعرفو سره مخ کېږي او بیا به ېې پر وړاندې غبرګون څه وي، لا تر اوسه روښانه نه ده او بعدي خبره ده.
ترمپ له روټه سره په خبرو کې د روسيط له ولسمشر ولاديمیر پوتین څخه خپله ناهيلي څرګنده کړه او وې ویل چې نه غواړي د روسيې رهبر ته د یو «انسان وژونکي خطاب وکړي، خو هغه یو سرسخته سړی دی.» د پوتین دغه خبره د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایدن د ۲۰۲۱م کال یوې مرکې ته ښکاره اشاره وه چې هغه پکې پوتين «یو قاتل» ښودلی و.
نور ولولۍ:ډونالډ ټرمپ د اروپایي اتحادیې پر وارداتي توکو ۳۰ سلنه ګمرکي تعرفې ګواښ وکړ
ترمپ ويلي دي چې اوکراین ته د پېټرويت پرمختلي دافع هوا توغنديو سیستم ورکوي کوم چې د جنګي جیت الوتکو او د کروز او بالستيک توغنديو د تعقیب وړتیا لري.
د امریکا ولسمشر تر انتخاباتو مخکې د خپلو کمپاینونو پر مهال ژمنه کوله چې په اوکراین کې جګړه به پای ته ورسوي. هغه سپينې ماڼۍ ته له راتلو وروسته په همدې هدف په کراتو له پوتين سره پر ټيلفون خبرې کړي، خو بریالی نشو چې هغه سولې ته قانع کړي.
پوتین په پرله پسې توګه ويلي چې هغه سولې ته تیار دی، خو د خپلو شرایطو پر اساس. د پوتین په خبره تر هغې چې د سولې جزئيات روښانه شوي نه وي، پر اوربند لا فکر کول هم بې ګټې دی.
له آرشیف څخه (20.11.2024):