اوکراین وايي د روسیې پر یوه پوځي اډه ېې بریدونه کړي
۱۴۰۴ تیر ۱۴, شنبهد اوکراین پوځ د شنبې په ورځ وویل چې ځانګړو ځواکونو ېې د روسیې په وورونژ سیمه کې د بوریسوګلبسک پر پوځي هوايي اډې برید کړی دی.
پوځ په یوه اعلامیه کې ويلي چې په دغه حمله کې ېې د بمونو یوه زېرمه او تعليمي الوتکې ويشتلي دي.
نور ولولۍ: ترمپ: پوتین سره د خپلې ټیلفوني اړېکې له پاره «ډېر خپه» یم
په اعلامیه کې راغلي چې «په دغه هوايي اډه کې د دښمن سو-۳۴، سو-۳۵اس او سو-۳۰اس ام ډوله الوتکې موجودې وي.»
د اوکراین پوځ په خپله اعلامیه کې دا هم ويلي چې په احتمال سره د روسیې نورې الوتکې هم هدف ګرځول شوي، خو جزئیات ېې نه دي ورکړي.
نور ولولۍ: له ترمپ سره د پوتين تر خبرو وروسته پر کیف پراخې حملې
د وورونژ والي، الکساندر ګوسیف، پر ټلیګرام ليکي چې تېره شپه په سیمه کې ۲۵ ډرونونه له منځه وړل شوي دي. هغه د پوځي هوايي اډې په هکله جزئیات نه دي ورکړي یوازې ویلي دي چې د برېښنا یو مزۍ په موقتي توګه قطع شوی و.