پاکستان: د یوې جوړې د قتل په تړاو ۱۱ کسان نیول شوي
۱۴۰۴ تیر ۳۰, دوشنبهد پاکستان د بلوچستان ایالت د چارواکو په خبره دغه جوړه چې هویت ېې نه دی ښودل شوی، تېره میاشت د دغه ایالت د یوې قبیلې د شورا په امر په ډزو ووژل شوه. چارواکو پر ټولنیزو رسنیو د یوې ويډیو تر وایرل یا ډېر لاس په لاس کېدو وروسته تحقیقات پیل کړي دي.
د بلوچستان ایالتي وزیر سرفراز بُګتي د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د جولای ۲۱مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د پیښې په تړاو ۱۱ شکمن کسان نيول شوي دي. بُګتي تر دغې خبرې څو ساعته مخکې ويلي و چې په وېډیو کې د قتلونو ځای او کسان پېژندل شوي دي.
نور ولولۍ: کويټه: يوه پلار د ټیک ټاک پر سر خپله ۱۵ کلنه لور وژلې ده
د بلوچستان ایالتي وزیر وویل چې په دغو قتلونو کې د ټولو ښکیلو کسانو پر ضد یوه قضیه درج شوې چې ورسره به قانوني چلند کيږي.
پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې ويډيو
پر ټولنیزو رسنیو یوه خپره شوې ويډیو چې په یوه دښته کې ثبت شوې، پکې خلک او یو شمېر موټر ښودل کیږي. داسې ښکاري چې دغه خلک په همدغو موټرو کې دغې سیمې ته تللي وي. دغه نجلۍ ته قرانکریم ورکول کیږي چې بیا هغه یوه سړي ته وايي: «ماسره اوه قدمه ولاړ شه، تر هغې وروسته بیا ما وژلی شئ.» د نجلۍ تر خبرو وروسته دغه سړې هغې پسې څو قدمه روانیږي.
د ځايي پولیسو یو افسر وویل چې دغې نجلۍ ژړلي نه دي او نه ېې هم زارۍ کړي دي. نجلۍ پر سیمیزه براهوي ژبه خبرې کړي چې چارواکو هغه ژباړلي. هغه وايي: «تاسو یوازې کولئ شئ پر ما ډزې وکړئ. له دې زیات نور هېڅ هم نه شئ کولئ.»
نور ولولۍ: د پاکستان پولیس وايي یوه پلار خپله لور د ټیک ټاک پر سر وژلې
د نجلۍ تر شا روان سړی خپله تومانچه راوباسي او پر نجلۍ په داسې حال کې چې د هغې ورته شا ده ډزې کوي.
نجلۍ چې یو لوی ټیکری ېې له ځانه راتاو کړی تر دوو ډزو پر خپل ځای ولاړه پاته کیږي چې تر درېم ډز وروسته پر ځمکه رالویږي. په ادامه ېې نورې پر له پسې ډزې کيږي. وروسته په ويډيو کې د يو ځوان جسد هم ښودل کېږي چې د وژل شوې نجلۍ تر څنګ پروت دی او بیا خلک پر دواړو جسدونو ډزې کوي.
رویټرز خبري آژانس په خپلواکه توګه د دغې ويډیو صحت نه تائيدوي.
حاکم دودونه او انګېزې
چارواکو د دغو قتلونو انګیزه د کورنيو د میل خلاف د ځوانانو تر منځ واده کول ښودلی چې په دودیزه توګه له ننګ او غیرت سره تړاو ورکول کیږي. د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون وايي په ۲۰۲۴ کال کې دا ډول لږ تر لږه ۴۰۵ قتلونه شوي دي. دغه کميسیون پر پاکستاني چارواکو نیوکه کوي چې د دا ډول جرمونو پر وړاندې مبارزه کې پاته راغلي دي.
نور ولولۍ: پاکستان: په بلوچستان کې درې سندي سلمانان وژل شوي دي
بشري سازمانونه وايي د ننګ او غیرت پر انګيزه د اکثرو قتلونو قربانیان ښځې او عاملین ېې د ښځو خپلوان دي او دغه خپلوان داسې انګيري چې په دې کار سره ېې د خپلې کورنۍ له عزت څخه دفاع کړې ده.
محافظه پالې کورنۍ اوس هم د هند او پاکستان په اکثرو برخو کې هلک او نجلۍ ته اجازه نه ورکوي چې په خپله خوښه واده وکړي.