م.م: په افغانستان کې له نشه يي توکو څخه استفاده ډېره شوې ده
۱۴۰۴ تیر ۵, پنجشنبهد ملګرو ملتونو سازمان د مخدره موادو او جرایمو ضد دفتر په خپل تازه رپوټ کې په افغانستان کې د نشه یي توکو د هغو ډولونو د استفادې زیاتیدو خبر ورکړی دی چې د روږدې کیدو، تر اندازې ډیرې کارونې، د پیچکارۍ په وسیله مصرفوونکو کې د ساري ناروغیو د خپریدو، اضطراب، پریشانۍ او انزوا په څیر زیانونو پایلې به ولري.
د دې دفتر په رپوټ کې چې د ملګرو ملتونو سازمان د پرمختیايي پروګرام په همکارۍ چمتو شوی دی، د پيچکارۍ په وسیله استفاده کیدونکو نشه اي توکو د مصرف زیاتیدو په اړه انديښنه ښودل شوې ده.
په رپوټ کې راغلي دي که څه هم د چرسو او تاریاکو دودیزه استفاده کمه شوې ده، خو د هیروئینو او شیشې استفاده زیاته شوې ده.
د دې رپوټ موندنې ښیې چې تر ۲۰۲۳م کاله پورې د ۲۶۷۰ ښځو او تر ۱۵ کلنۍ د کم عمر لرونکو ۲۱۵۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۲۷۰۰۰ کسان له خطر لرونکو مخدره موادو څخه استفاده کوله.
رپوټ وایي چې له هرو پنځو کسانو څخه چې خطرناک نشه يي توکي استفاده کوي، يو يې سر پناه نه لري او اکثريت يې د دغو موادو د پېرودلو له پاره پر شاقه کارونو يا مجرمانه فعالیتونو لاس پورې کوي.
دغه رپوټ همدارنګه په ځانګړي توګه کلیوالي سیمو کې درملو ته د محدود لاس رسي کیسه کوي. په همدې منځ کې د مخدره موادو د استفادې له کبله بدنامۍ او دغو موادو ته اسانه لاس رسي د ناروغانو د درملنې او ښه کیدو بهیر زیانمنوي.
په افغانستان، مرکزي اسیا، ایران او پاکستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د جرایمو او مخدره موادو سیمه ایز دفتر د درملنې خدماتو ته د لاس رسي په برخه کې شته ننګونو له کبله انديښنه څرکنده کړې ده.
دغه دفتر ویلي دي چې د درملنې خدماتو ته لاس رسی په ځانګړي توګه لیري پرتو سیمو کې ښځو او تنکیو ځوانانو ته، د یوه عمده ننګونې په توګه باقي پاتې ده.
په افغانستان، مرکزي اسیا، ایران او پاکستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د جرایمو او مخدره موادو د سیمه ایز درفتر استازې اولیور ستولپه، ویلي دي: «دغه څیړنه حیاتي شواهد وړاندې کوي، څو له افغانستان او نړیوالې ټولنې سره د مخدره موادو د لا زیات پيچلي او د بدلون په حال کې مصرف ته د ځواب ویلو په برخه مرسته وکړي».