اماراتو له امریکا سره د وسلو د پير په هکله مذاکرات ځنډولي
۱۴۰۰ آذر ۲۴, چهارشنبهد اسوشیټډ پرس خبري آژانس په حواله په واشنګټن کې د متحده عربي اماراتو سفارت په یوه بیانیه کې ویلي دي چې دوی به له امریکا سره خبرې اترې وځنډوي، البته په دې اونۍ کې به په پنټاګون کې د پلان مطابق د دواړو اړخونو ترمنځ پر نورو معاملاتو خبرې پرمخ روانې وي.
سفارت په خپله بیانیه کې زیاته کړې ده: «امریکا د عصري دفاعي ضرورتونو د پوره کولو په برخه کې د اماراتو لومړۍ درجه برابروونکی دی او په راتلونکي کې کیدای شي د اِف ۳۵ الوتکو له پاره بیا خبرې اترې پیل شي.»
په فارس خلیج کې د امریکا د مهم متحد، عربي اماراتو او واشنګټن ترمنځ دغه شخړه د خپل ډول لومړنې هغه ده.
د یادونې وړ ده چې پر متحده عربي امارتو د ۵۰ اِف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو د پلورلو معامله د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د حکومت په وروستیو کې رابرسېره شوې وه. د ۲۳ میلیارده ډالرو په ارزښت دې دفاعي تړون کې ۱۸ نوي د ډرون سیستمونه او له فضا څخه په فضا او له فضا څخه ځمکې ته فیر کیدونکو وسلو پلور شامل دي.
د تړون د ځنډولو دلیل څه دی؟
وړاندیز شوي دفاعي تړون ته، د متحده عربي اماراتو او اسرائیل ترمنځ له «ابراهیمي تړون» سره هم ارتباط ورکول شوی و. د ترمپ په منځګړیتوب د متحده عربي اماراتو سربیره بحرین، مراکش او سوډان هیوادونو هم له اسرائیلو سره د خپلو اړیکو عادي حالت ته را ګرځولو تړونونه کړي ول.
د متحده عربي امارتو یوه چارواکي رویټرز ته ویلي دي: «د تخنیکي اړتیاو، عملیاتي محدودیتونو، مصارفو او ګټې او همدارنګه پر نورو برخو تر غور وروسته به دغه پیشنهادي تړون له سره و ارزول شي.»
د عربي اماراتو چارواکو تور لګولی دی چې د امریکا له لورې پر دې خبرې ټینګار چې غواړي پوه شي چې دغه اِف ۳۵ الوتکې څنګه او په کوم ځای کې ور څخه استفاده کیدلای شي، د هیواد د خپلواکۍ تر پوښتنې لاندې راوستل دي.
د امریکا غبرګون
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې ویلي دي: «حکومت پېشنهادي خرڅلاو ته ژمن دی. موږ به خپلې سلا مشورې جاري وساتو، څو د دې خبرې ډاډ ترلاسه کړو چې د الوتکو تر سپارلو مخکې، په جریان کې او وروسته د اماراتو د مسئولیتونو په اړه متقابل درک ترلاسه شي.»
جان کېربي وویل چې له متحده عربي امارتو سره د امریکا مشارکت د یوه ډول وسلو د خریدارۍ له موضوع څخه ډیر ستراتیژیک او پيچلې دی.
له امریکا سره د وسلو د تړون په هکله د خبرو اترو د ځنډولو په باب د متحده عربي اماراتو سفارت بیانیه په داسې یوه وخت کې خپره شوې ده چې متحده عربي اماراتو د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون د دورې پر مهال له فرانسې سره د ۱۵،۸ میلیارده ډالرو په ارزښت د ۸۰ جنګي رفائل الوتکو د خریدارۍ تړون لاسلیک کړ، کوم چې یو ریکارډ دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د بایدن حکومت «اوس هم هیله لري چې له متحده عربي امارتو سره د خبرو اترو له لارې د مسائلو حل ولټول شي.»
امریکا پر داسې شرایطو ټینګار کوي چې له مخې یې ډاډ ترلاسه کړي چې دغه ایف ۳۵ جنکي الوتکې د چین د جاسوسۍ ښکار نه شي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز