UNHCR: افغانستان د یوه له پاره امن، خو د بل له پاره نه دی
۱۳۹۸ تیر ۱۷, دوشنبهپه افغانستان کې د امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ خبرداری ورکړی دی چې د ټولو پناه غوښتونکو په هکله باید عمومي قضاوت ونه شي یا په بل عبارت ټول باید په یوه ګټه ګورۍ کې را نه وستل شي.
په آلمان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ استازي دومینیک بارچ، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «انسانان یوازې په هغه صورت کې باید اخراج شي، کله چې د یوه قانوني ارزونې په پایله کې ثابته شي چې اړینه نه ده چې نوموړی شخص باید حفاظت ترلاسه کړي.»
بارچ وویل: «په همدې منځ کې افغانستان د هر کس له پاره امن، خو د هر بل کس له پاره امن نه دی. دا په دې هیواد کې تر ډیره بریده د دې پورې اړه پیدا کوي، چې نوموړی شخص د کوم قومي جوړښت او پسمنظر درلودونکی دی، جنسیت یې څه دی او له چا سره خپلوي یا قرابت لري.»
بارچ زیاته کړه: «په دې اساس نو په ځینو سیمو کې ژوند کول ممکن دی، په داسې حال کې چې په بعضو نورو کې ډیر زیات خطرناک دی.»
په دې وروستیو کې په آلمان کې نږدې ۶۴ سلنه افغان پناه غوښتونکو د پناه غوښتنې د لومړۍ عریضي په وړاندې کولو سره پناهندګۍ ترلاسه کړې ده. په ياده سلنه يا شمېر کي هغه افغان پناه غوښتونکي نه دي شامل چي په هکله يې د رسمي دلایلو په اساس او د نورو اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو د مسؤليت له کبله اجرائات شوي دي.
په دغه هیواد کې امنیتي وضعه په پرله پسې ډول تغیر کوي، نو له همدې امله باید هر وار له سره و ارزول شي. بارچ اشاره کوي: «ډیر افغانان چې اوس اخراجیږي، د څو کلونو راهیسې په افغانستان کې نه وو چې دا کار هیواد ته د دوی بیرته ستنیدنه نوره هم ستونزمنه کوي او یا هم د یو خطر د زیږولو سبب کیدای شي.»
نوموړی همدارنګه په افغانستان کې ستر اقتصادي ستونزې ته اشاره کوي. په دغه هیواد کې جګړې او له بشری حقونو څخه سرغړونې ته په کتلو سره هغه د یوه سیاسي حل لارې غوښتنه کوي.
آژانسونه/ ش. ن./ ا.ا