يونسکو: ۲،۲ ميليون افغان نجونې له زده کړو بې برخې شوي
۱۴۰۴ مرداد ۲۴, جمعهپه افغانستان کې د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ په مناسبت، د ملګرو ملتونو کلتوري او تعليمي سازمان يونسکو دا غوښتنه د پنجشنبې په ورځ مطرح کړه.
د يونسکو عمومي مشرې اودري ازولي وويل: «په داسې يوه وخت کې چې ځيني له طالبانو سره د اړيکو نورمالولو په لټه دي، زه له نړيوالې ټولنې غواړم چې زده کړو ته د لاس رسي د افغان ښځو د حق په بشپړه توګه او بې قيد او شرطه د بيرته ځای پر ځای کولو له پاره دې د بل هر وخت په پرتله په ډېرې هلې ځلې وکړي.»
اړونده موضوع: د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره: د افغان نجونو پر مخ بايد ښوونځي پرانیستل سي
ازولي، وویل چې طالبانو د واک ترلاسه کولو وروسته تر ۷۰ ډېر فرمانونه صادر کړی څو د ښځو او نجونو حقونه په ځانګړي توګه د زده کړو او روزنې په برخه کې محدود کړي.
د يونسکو عمومي مشرې زياته کړې: «نن ورځ له بده مرغه افغانستان د نړۍ يوازینی هېواد دی چې د نجونو او ښځو متوسطه او لوړې زده کړې پکې منع دي.»
د يونسکو د شمیرو پر اساس په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وورسته د ۲،۲ میليونو په شا او خوا کې ځوانې نجونې د زده کړو له حقه محرومې شوي دي.
ازولي خبرداری ورکړ چې په تېرو شلو کلونو کې د يونسکو په ملاتړ د زده کړو او په ښوونځيو کې د حضور په برخه کې پر پام وړ لاسته راوړنو سربیره اوس د افغان ښځو يو بشپړ نسل د بې سواده پاتېدو له خطر سره مخامخ دی.
نوموړې وويل: «د افغان ښځو يو بشپړ نسل قرباني کيږي.»
طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په جريان کې چې له ګډوډۍ سره مل وه، قدرت ته ورسېدل.
اړونده موضوع: ملگري ملتونه: شاوخوا ۸۰ سلنه افغاناني له زده کړو او کار محرومې دي
د طالبانو د مشر د فرمان پر اساس نجونې يوازې تر شپږم ټولګې پورې ښوونځي ته تللو اجازه لري او تر اووم صنف وروسته باید له زده کړو او روزنې بې برخې پاتې شي. خو دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په يو شمیر خصوصي ښوونځيو کې د دې فرمان برخلاف ځوانې نجونې په زده کړو بوختي دي.
په دسمبر میاشت کې د طالبانو حکومت د روغتيا په برخه کې ښځې له زده کړو منع کړې؛ هغه مسئله چې د هېواد په دننه او دباندې یې پراخ غبرګونونه را وپارول.