يونسکو د نړیوال ميراث په ټاکلو کې له نابرابرۍ سر ټکوي
۱۴۰۱ آبان ۲۶, پنجشنبهپه پاريس کې د یونسکو د نړيوال ميراث د مرکز مشر، لازار الوندو آسومو وايي چې د نړيوال ميراث د ځايونو فهرست د نړۍ د بېلابېلو سيمو د تنوع سم استازيتوب نه کوي. د هغه په وينا له ۱۶۷ هيوادونو څخه د دامهال ۱۱۵۴ نړيوال ميراث ځايونو کابو ۵۰ سلنه په اروپا او شمالي امريکا کې موقعيت لري.څنگه یو ځای د یونسکو په نړیوال میراث بدلیږي؟
دغه خبره آسومو په »واشنګټن پوست« ورځپاڼه کې کړې ده. نوموړي زياته کړه چې تر ټولو زياته له پامه غورځول شوې لويه سيمه د صحرا دښتې جنوب ته پرته افريقا ده چې ورپسې عربي هېوادونه راځي.
ايټاليا بيا د ۵۸ ځايونو په لرلو سره په دغه فهرست کې لومړی ځای لري. د نړيوال ميراث ۵۱ ځايونه په آلمان کې شتون لري. د يونان په دلفي ښار کې د پنجشنبې يا زيارت په ورځ د يونسکو يو نړيوال کنفرانس شروع کيږي چې د ياد کانونسيون د راتلونکي په هکله به په کې جاج اخيستل کيږي.یونسکو د یمن پر لرغونو آثارو بمبارۍ غندلي دي
د نړيوال طبيعت او کلتوري ميراث کانونسيون په ۱۹۷۲م کال کې تصويب شوی وو چې د نړۍ د طبيعت او کلتوري ميراث د حفاظت تر ټولو مهمه پرېکړه او اقدام بلل کيږي. له ۱۱۵۴ ځايونو څخه ۸۹۷ د نړۍ په کلتوري ميراث، ۲۱۸ د طبيعت په ميراث او ۳۹ نور په دواړو پورې تعلق لري.
آ./ن.ص./ن.ز.