زلزله ځپلو له پاره د ۱۴۰ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه
۱۴۰۴ شهریور ۱۸, سهشنبهد افغانستان په ختیځ، په ځانګړي توګه کونړ ولایت کې له خونړي او ویجاړونکي زلزلې شاوخوا لس ورځې وروسته، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ۴۵۷ زره اغیزمنو شوو کسانو ته د رسیدګۍ په خاطر د ۱۳۹،۶ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د بشري مرستو همغږې کوونکې ایندریکا راتواته، د سه شنبې (د سپتمبر میاشتې ۹ نیټه) په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: «دا هغه شیبه ده چې نړیواله ټولنه باید خپلې ټولې هڅې په کار واچوي او له هغې ټولنې سره چې لا دمخه یې ډیر مصیبتونه ګاللي دي پیوستون ښکاره کړي.»
راتواته زیاته کړه: «قضیه د انسانانو د ژوند پر سر ده. دوه یا دری اونۍ وروسته به د ژمې سړه څپه دې لوړې سیمې ته ورسیږي.»
له دې زلزلې مخکې هم افغانستان له څوګونو بحرانونو سره مخامخ شوی و. د نړیوالو مرستو کمیدل له یوه اړخه او له بل اړخه پرله پسې وچکالیو د دغه هیواد بشري وضعیت په ډیر بد ډول خراب کړی دی.
سربیره پر دې په تیر یوه کال کې په ډیر لوړ شمیر کې افغان مهاجر له ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه بیرته خپل هیواد ته ستنیدو ته اړ ایستل شوي دي.
د اګست د ۳۱ نیټې په زلزله کېتر ۲۲۰۰ ډیرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او د لا زیاتو جسدونو په موندل کیدو سره، ممکن دغه شمیر نور هم لوړ شي.
د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې تر ۵۰۰ زرو پورې کسان په مستقیم ډول له دې زلزلې اغیزمن شوي چې نیمایي یې ماشومان تشکیلوي.