م.م. طالبانو ته: پر ښځو له لګول شوو محدودیتونو پر شا شئ
۱۴۰۳ اسفند ۲۸, سهشنبهد ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ طالبانو ته په خطاب کې وویل تر هغې به سوله او رفاه «د نه لاسرسي وړ» وي تر څو دوی پر ښځو او نجونو له لګول شوو بندیزونه په شا شوي نه وي. دغه شورا وايي طالبان دې ښځو او نجونو ته د تعلیم، کار او د نظر حقونه ورکړي.
امنیت شورا چې د ملګرو ملتونو سازمان تر ټولو ځواکمنه څانګه ده، همدارنګه ېې په افغانستان کې د ترهګرۍ روان فعالیتونه «په تر ټولو قوي اصطلاحاتو» وغندل او د افغانستان سخت بشري او اقتصادي وضعیت ته د رسيدګۍ له پاره یې د سختو هڅو غوښتنه وکړه.
د امنیت شورا د خپلو ۱۵ غړو په غوڅ اکثریت سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت یوناما یو کال نور یعنې د ۲۰۲۶م کال د مارچ تر ۱۷مې پورې وغځاوه .
نور ولولئ: په افغانستان کې د روغتيا د نړيوال سازمان د ۸۰ سلنه فعاليت د درېدو په اړه خبرداری
طالبان چې په ۲۰۲۱م کال بیا پر افغانستان واکمن شوي پر افغان ښځو او نجونو ېې د تعلیم او کار په ګډون د ژوندانه په مختلفو برخو کې محدودیتونه او بندیزونه لګولي چې له کبله ېې د دوی حکومت تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
په افغانستان کې اوس مهال نه یوازې ښځې له کار څخه بې برخې شوي بلکې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونو ته هم تللی نشي. د طالبانو د اعلان شوو فرمانونو پر اساس ښځې له نارینه محرم پرته لرې سفرونه نشي کولی او که د ضرورت پر وخت له کوره بهر وځي باید ټول ځان یې پر حجاب پټ وي او حتی د ښځو غږ محرم ګڼل کیږي.
د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا پر طالبانو غږ وکړ چې خپلو دغو سختو «سیاستونو او چلندونو څخه په چټکۍ په شا شي.»
نور ولولئ: په افغانستان کې په یوه کال کې ۵۰ خبریالان نیول سوي دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر یوناما مشرې، روزا اوتنبایوا، تېره اوونۍ د دغه سازمان امنیت شورا ته وویل چې دا طالبانو پورې اړه لري چې وښيي آیا غواړي افغانستان په یو نړېوال سیستم کې ادغام شي، «که هو، او دوی دې کار ته تمایل لري نو بیا ضروري ده چې ګامونه واخیستل شي.»
د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد، روانه میاشت پر ايکس شبکې یوې خپرې کړې اعلامیه کې ويلي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلام دین او افغان کلتور د ارزښتونو مطابق خوندي دي. د دغې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «د ښځو پر وړاندې د هر ډول خشونت او تاوتریخوالي مخه نیول شوې. هيڅوک نشي کولای د ښځو حقوق تلف کړي او یا هغې ته په بده وګوري.»
مجاهد زیاته کړې چې په افغانستان کې د ښځو حقونه له «غربي ټولنې او د هغوی فرهنګ سره ښکاره توپیرونه لري چې د محاسباتو په وخت کې باید په نظر کې ونیول شي.»
خو اسلامي هېوادونه او د اسلام دین علما بیا وايي چې د اسلام دین ښځې له تعلیم او کار څخه نه منع کوي.
د یوناما مشرې وویل چې د طالب چارواکو له لورې د «افغانانو په شخصي ژوند کې مداخله، افغانان مخ په ډېرېدونکي توګه ناراضه کړي» او دغه راز په راتلونکې کې له نورې نړۍ څخه د افغانستان د لا انزوا څخه ویره لري.
نور ولولئ: م.م: په افغانستان کې د کوکنارو پر کیله تر بندیز وروسته د ترياکو بيه ريکارډ کچې ته لوړه شوې
مېرمن اتونبایوا ویل: «هغوی [طالبان] په واقعیت کې د جګړو له نشتوالي، او د خوځښت له آزادۍ خبرې کوي چې لږ تر لږه ېې د نارینه و له پاره کړي. خو دا داسې سوله نه ده چې [افغانان] په کې په رفاه کې له خپلو انساني حقونو، درناوي او پر یوې باثباته راتلونکې د اعتماد په درلودلو سره ژوند وکړی.»
مېرمن روزا اوتنبایوا وویل اوسمهال د افغانستان له نیمايي ډېره برخه نفوس، ۲۳ میلیونه خلک، د لسیزو جګړو او بحرانونو له وجې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. هغې په افغانستان کې شته فقر، وچکالیو او د مخ په ډېرېدونکي نفوس یادونه وکړه. هغې دا هم وویل چې په بودجه کې کمښت هم په دې برخه کې خپله د پام وړ ناوړه اغیزه لرلی شي.
په افغانستان کې د «تروريستي فعاليتونو» غندنه
د امنیت شورا همدارنګه په افغانستان کې موجود ټول تروریستي فعالیتونه وغندل او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د تروریزم د ځپلو په موخه ځواکمنې هڅې وکړي. دغې شورا وغوښتل چې افغانستان نباید نورو هېوادونو د ګواښ او یا پر هغو د حملو له پاره وکارول شي.
نور ولولئ: د ښځو نړيواله ورځ؛ «طالبانو پر موږ ژوند حرام کړی دی»
دغه شورا په افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو یادونه په داسې وخت کې کوي چې اسلام آباد په کراتو ادعا کړې چې په پاکستان کې کېدونکې وسله والې او بمي حملې په افغانستان کې تنظیم کیږي او اورپکې په افغانستان کې خوندي ځایونه لري. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اسلام آباد دغه ادعاوې تل رد کړي دي. په عین وخت کې داعش بله امنیتی ستونزه ده. داعش ډله د طالبانو پر ضد جګړه کوي او له کله چې طالبان پر افغانستان حاکم شوي د یو لړ حملو مسئولیتونه یې منلي دی. خو د طالبانو حکومت تل ويلي چې داعش په افغانستان کې په هغه حد کې نه ده چې جدي ګواښ وګڼل شي.
له آرشیف څخه: