ملګري ملتونه: پاکستان دې د افغانانو اخراج ودروي
۱۴۰۴ شهریور ۱۳, پنجشنبهد افغانستان په ختیځ کې د زلزلو له کبله نږدې ۱۵۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو ادارې (UNHCR) مشر فلیپو ګراندي د چهارشنبې په ورځ (د سپټمبر ۳ ) د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزلې وروسته دې په پراخه پيمانه د افغان مهاجرو بیرته خپل هیواد ته ستنول بند کړي.
فلیپو ګراندي، په ایکس شبکه کې لیکلي: «د وضعیت په پام کې نیولو سره د پاکستان له حکومت څخه اپيل کوم چې خپل هیواد ته د بهرنیانو د بیرته ستولو پروګرام دې وځنډوي.»
دغه وړاندیز په یوه داسې وخت کې کیږي چې ژغورونکو ټيمونو د چهارشنبې په روځ هم د ژوندي پاتې شوو کسانو د ژغونې هڅه کوله، کوم چې زلزلې اغیزمن کړي و.
په ورته وخت کې په خیبر پښتونخوا کې پښتون ملتپاله سیاستوال او د پاکستان د سنا مجلس پخواني غړي افرافسیاب خټک په ایکس ټولنیزه شبکه کې د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ جاري ساتلو له کبله د پاکستان پر حکومت تنده نیوکه کړې ده.
خټک ویلي دي په داسې حال کې چې د کونړ خلک خپل مړي ښخوي او ټپیان روغتونونو ته استوي د پاکستان حکومت په پراخه پيمانه افغان مهاجر د تورخم له لارې په زوره افغانستان ته ور ټيل وهي.
د یکشنې په شپه د ریشتر په مقیاس ۶ درجې زلزلې د افغانستان په ختیځ کې د کونړ او ننګرهار ولایتونه په داسې حال کې چې خلک ویده ول ولړزول او بې شمیره خامه کورونه چې له خامو ښختو او خټو جوړ ول ونړول.
فلیپو ګرانډي، وویل چې زلزلې د افغانستان په ختیځ کې تر ۵۰۰ زرو ډیر کسان اغیزمن کړي دي او پر دې خبرې يې هم ټینګار وکړ چې «د پاکستان له طرفه د مرستو په ګډون د بسپنه ورکوونکو مرستې ډیرې مهمې او خوشحاله کوونکي دي.»
د افغان مهاجرو د بیرته ستنیدنې مهلت پای ته رسیدلی
د پاکستاني چارواکو په وینا د پروف اف رجسټریشن (پي او آر) کارت لرونکو افغان پناه غوښتونکو د بیرته ستنیدو مهلت له پای ته رسیدو وروسته، زرګونه افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي او دغه لړۍ په افغانستان کې له خونړۍ زلزلې وروسته اوس هم روانه ده.
د طالبانو ادارې د تازه شمیرو له مخې په دغه زلزله کې ۱۴۶۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۷۰۰ نور ټپیان دي. پاکستان په تیرو څلورو لسیزو کې د جګړو پر مهال د سلګونو زرو افغانانو کوربتوب کړی دی.
د افغانان مهاجرو اخراج
پاکستان په دغه هیواد د تاوتریخوالي ډکو بریدونو او تشدد په پيښو کې د زیاتوالي په استدلال په ۲۰۲۳م کال کې د افغان مهاجرو د بیرته ستنولو لړۍ پیل کړه.
د ملګرو ملتونو په حواله په دې ترڅ کې تر اوسه پورې له ۱۲۰ زرو(۱۲ لکه) ډیر افغان مهاجر دې ته اړ شوي چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي. یوازې په روان کال کې له ۴ لکه او ۴۳ زرو افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
دغه اخراج په ځانګړي توګه هغه ۱۳ لکه افغان مهاجر په نښه کوي چې د UNHCR له خوا ورته د «POR» کارتونه ورکړل شوي وو.
دوی ته د سپټمبر تر لومړۍ نیټې پورې مهلت ورکړل شوی و چې تر دې نیټې پورې دې یا پخپله خوښه له دغه هیواد څخه ووځي او یا به ونیول شي او په زوره به اخراج کړای شي.
په ژنیف کې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو ادارې ویاند بابر بلوچ خبریالانو ته وویل چې د کډوالو اداره «په راتلونکو ورځو کې په پراخه پیمانه د افغانانو بیرته ستنیدو ته امادګي نیسي» ځکه مهلت پای ته رسیدلی دی.
نوموړي وویل: «دغه خلک چې همدا اوس لا له ډیرو محدودو وسایلو سره ژوند کوي، اوس یوه ناورین ځپلي سیمې ته بیرته ستنیږي.»