ملګرو ملتونو خامنه اي ته د ډونالډ ټرمپ د لیک هرکلی کړی
۱۴۰۳ اسفند ۱۸, شنبهد ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټیفن دوجاریک، د جمعې په ورځ (د مارچ میاشتې ۷ نیټه) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان په مقر کې خامنه اي، ته د ډونالډ ټرمپ له خوا د لیک استول کیدو د هرکلي ترڅنګ وویل: ملګري ملتونه د یوه اصل په توګه ټینګار کوي چې دیپلوماسي اوس هم د ایران د اټومي پروګرام د ماهیت په اړه د ډاډ ترلاسه کولو یوه تر ټولو ښه لاره ده.
دوجاریک همدرانګه ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو سازمان په دې برخه کې د ټولو دیپلوماتیکو هڅو هرکلی کوي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وایي چې له ایران سره د مذاکراتو غوښتونکی دی او په دې برخه کې یې د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي ته یو لیک استولی دی. خو په ملګرو ملتونو سازمان کې د ایران استازي ویلي دي چې تر اوسه یې هیڅ لیک نه دی ترلاسه کړی.
په ورته وخت کې ټرمپ یو وار بیا په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته د ایران په هکله وویل: «جالبې ورځې به په مخ کې ولرو او ډیر زر به یو څه پيښ شي او دا یوازنی شی دی چې زه یې تاسې ته ویلی شم.»
ټرمپ زیاته کړه: «هیله لرم چې وکولی شو د سولې یوه موافقه ولرو. زه د قدرت یا کمزورۍ له مخې خبرې نه کوم. زه یوازې وایم دې ته ترجیح ورکوم چې د سولې یوه موافقه د یوه بل [بدیل انتخاب] پرځای ووینم. خو بل بدیل به ستونزه حل کړي.»
ترمپ د بدیل انتخاب په اړه توضیحات ورنکړل، خو مخکې تر دې یې په وار وار په ښکاره ډول پر ایران د اسرائیل احتمالي حملې ته اشاره کړې ده.
د ایراني رسنیو غبرګون
د ایران ملي امنیت عالي شورا ته نزدې رسنۍ «نور نیوز» خامنه اي ته د ټرمپ لیک د «امریکا تکراري نمایش» بللی دی.
د کیهان ورځپاڼې هم د (مذاکراتو ته د ټرمپ بلنه یا د احمقانه فریب عملیات؟!) تر عنوان لاندې یوه مطلب کې خامنه اي ته د ټرمپ د لیک په اړه ویلي: «دا ډول وړاندیز تر هر څه دمخه د امریکا د حکومت د راتلونکو حرکتونو له پاره د تیر ایستنې عملیات دي.»
کیهان ورځپاڼې د ټرمپ لیک په ایران کې د عمومي افکارو تر اغیز لاندې راوستلو هڅه بللې ده.
سپاه پاسداران ته نږدې خبري آژانسونو تسنیم او فارس هم په شننه او حتی مشابه متن کې له امریکا سره د ایران مذاکرات رد کړي دي.
تسنیم خامنه اي ته د ټرمپ له خوا د لیک استولو خبر «رواني عملیات» بللي دي او ویلي یې دي چې امریکا د موافقتنامې په هڅه کې نه ده.
د فارس خبري آژانس هم د لیک استول کیدو خبر په غبرګون کې د خامنه اي د شپږ میاشتې مخکې خبرې نقل کړي دي چې ویلي یې و«اوښ په خوب کې پنبه دانه ويني.»
د تهران د جمعی امام: امریکا سره مذاکرات ذلت دی
د تهران د جمعې موقت امام احمد خاتمي د جمعې لمانځه په خطبه کې له امریکا سره مذاکرات «ذلت» وبلل.
تر اوسه پورې د خامنه اي دفتر د ټرمپ له خوا د لیک ترلاسه کول نه دی تایید کړی او په دې هکله یې هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.
تر اوسه روښانه نه ده چې د ایران ۸۵ کلن مذهبي مشر علي خامنه اي به څه ډول غبرګون ښکاره کړي، خو ټاکل شوې ده چې نوموړی به د شنبې (د مارچ میاشتې ۸ نیټه) په ورځ د نظامي له مسئولینو سره وویني او وینا به وکړي.
تمه کیږي چې خامنه اي به په رسمي ډول د ټرمپ د لیک او امریکا سره د مذاکراتو په اړه خپل دریځ اعلان کړي.