م.م: له پاکستانه راستانه شوي بېړنيو مرستو ته اړتيا لري
۱۴۰۴ فروردین ۲۸, پنجشنبهپه افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مهاجرو عالي کميشنرۍ «يو ان ايچ سي آر» په خپله ايکس پاڼه کې ليکلي دي، چې د دې کمیشنرۍ رئيس عرفات جمال، د چهارشنبې په ورځ تورخم ته سفر کړی وو څو له پاکستان څخه د ستنېدونکو افغانانو وضعيت له نږدې وڅاري او وارزوي.
«يو ان ايچ سي آر» ويلي دي چې کارکوونکي یې په تورخم کې له افغانانو سره حياتي مرستې کوي چې نغدي مرسته هم پکې شامله ده.
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بیرته ستنولو دا تازه لړۍ د اپريل میاشتې په سر کې پېل شوې او له دغه وخت راهېسې تر اوسه په لسونو زره افغانان له پاکستانه وتلي دي.
اړونده موضوع: د پاکستان پر اقتصاد د افغان کډوالو د بیرته ستنولو اغیزې
د مارچ مياشتې په پای کې پخپله خوښه د ستنېدو له پاره د ټاکل شوي ضرب الاجل تر ختمیدو وروسته، پاکستاني چارواکو د کډوالو په نیولو او د اخراج مرکزونو ته په انتقالولو پېل وکړ. د پاکستان حکومت په اوږدمهاله توګه د دريو میليونو افغانانو د اخراجولو پلان لري.
اخراج شويو افغانانو ویلي دي چې د پاکستان پولیس د مهاجرو پر کورونو هجوم ور وړي، نيسي یې او بيا یې اخراجوي.
د طالبانو د ادارې د مهاجرينو وزارت د معلوماتو په حواله له پاکستان څخه د افغان مهاجرو د اخراج د دويم پړاو له پېل راهېسې په سونو نيول شوي افغانان د پاکستان له زندانونو آزاد شوي او افغانستان ته ليږدول شوي دي.
ملګرو ملتونو او مرسته رسوونکو سازمونو د انديښنې په څرګندولو سره ويلي دي چې افغانستان د مرستو د کمښت او اقليمي بدلونونو له کبله د لوږې له بحران سره مخامخ دی او له پاکستان څخه د مهاجرو اخراج به دا بحران لا پسې شديد کړي.
له ستنيدونکو سره چټکو مرستو ته اړتيا ده
د مهاجرت نړيوال سازمان هم له نړيوالې ټولنې غوښتي دي، چې له پاکستان څخه د ايستل شويو افغانانو وضعيت ته دې رسيدګي وکړي.
دې سازمان د ټولنیزو رسنیو په ايکس شبکه کې د يوه پيغام په نشرولو سره د اخراج شويو افغانانو د وضعيت په اړه ويلي: «موږ له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې بې توجهي دې نه کوي. دا کورنۍ نه شي کولی منتظرې پاتې شي.»
اړونده موضوع: پي ټی ایم اروپا کې له پاکستانه د افغان کډوالو د اخراج پر ضد لاریونونه پیل کړي
د دې سازمان په حواله د ۶۰ زرو په شا او خوا کې افغانان یوازې په تېرو دوو اونیو کې له پاکستان څخه په زور ليږدول شوي دي. په دې پيغام کې راغلي: «د بیرته ستنو شویو سره د ملاتړ په موخه چې تقریباً هیڅ هم نه لري، چټکو سرچينو ته اړتیا ده.»
پاکستان ته د طالبانو د سوداګرۍ د وزير سفر
په داسې حال کې چې له پاکستان څخه د افغانانو د اخراج لړۍ شديده شوې ده، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدين عزیزي، دغه هېواد ته سفر کړی دی، څو افغانستان ته د بیرته ليږدول کيدونکو افغانانو د وضعيت په اړه په اسلام آباد کې له چارواکو سره خبرې وکړي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چې عزیزي، په اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره په يوه غونډه کې ګډون کړی او په دې ترڅ کې یې په پاکستان کې افغان کډوالو ته په ورپيښو ننګونو، د هغوی پر بیرته ستنولو او همدا راز په افغانستان کې دننه د سرپناو پر ورکړه تمرکز کړی دی.
يو شمیر ستانه شوي مهاجر شکايت کوي چې نه دي توانيدلي له پاکستان څخه د اخراج پر وخت خپل توکي او شتمنۍ افغانستان ته انتقال کړي.