یوناما د طالبانو لخوا د ښځو او نجونو پر نیولو اندېښنه وښوده
۱۴۰۴ تیر ۳۰, دوشنبهپه افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د دوشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو له خوا د نیول شوو ښځو او نجونو په هکله اندېښنه وښوده. دغه ماموریت وايي طالبانو د جولای ۱۶ او ۱۹ ترمنځ نېټو کې «ګڼ شمېر» ښځې او نجونې نيولي دي. پر وینا ېې طالبان ادعا کوي چې نیول شویو ښځو د اسلامي حجاب اصول نه دي مراعات کړي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲م کال په می میاشت کې د ښځو د حجاب فرمان صادر کړ. په دغه فرمان کې ښځو ته سپارښتنه شوې چې داسې حجاب واغوندي چې پکې د پښو له ګوتو تر سر پورې ټول بدن ېې پټ وي، یوازې سترګې ېې ښکاره شي. د دغه فرمان پر اساس ښځې له کوره بهر باید خپل مخونه پټ کړي.
طالبانو پر افغانستان په خپلې اوسنۍ نژدې څلورکلنې واکمنۍ کې د ښځو او نجونو د حقونو په تړاو د کار او تعلیم په شمول نور محدودیتونه هم وضع کړې دي.
نور ولولۍ: رسنۍ: طالبانو نېولې بریتانوي جوړه «تر شدیدو امنيتي تدابیرو لاندې یو زندان ته انتقال کړېده»
دغه دفتر په کابل کې د ښځو او نجونو وروستیو نیونو ته په کتو ویلي دي چې «دا ډول پېښې ښځې او نجونې لا ډېرې منزوي کوي او د وېرې فضا په رامنځ ته کولو کې مرسته او عامه باور زیانمنوي.»
خو یاد ماموریت دغې موضوع په هکله وضاحت نه دی ورکړی، له هغې جملې ېې نه دي ويلي چې طالبانو په څه شمېر کې ښځې او نجونې نيولي، د هغوی عمرونه څومره دي او چېرته ېې توقیف کړي دي.
د ملګرو ملتونو دغه ماموریت د طالبانو له حکومته غوښتي چې خپل هغه «سیاستونه او کړنلارې فسخه کړي» چې ښځې او نجونې یې له خپلو اساسي حقونو او ازادیو منع کړي، په ځانګړې توګه له شپږم ټولګي پورته تعلیم څخه محرومیت.
نور ولولۍ: د بخښنې نړيوال سازمان: افغان ښځې د «بشريت ضد جنايت» سره مخامخ دي
د طالبانو حکومت نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو ته له تلو منع کړي دي. اسوشتید ليکي طالب چارواکو ورته د ملګرو ملتونو د ماموریت د غوښتنې په هکله پوښتنې ته په سملاسي توګه ځواب نه دی ورکړی.
د یو بل خبر له مخې د ملګرو ملتونو دفتر له طالبانو غوښتي چې ۸۰ کلن پيتر رینولدز او د هغه مېرمن ۷۵ کلنه باربي له زندانه آزاد کړي. د ملګرو ملتونو پنځو خپلواکو کارپوهانو د دوشنبې په ورځ وویل چې دغه بریتانوي جوړه پرته له کوم تور په خپل سر نيولې او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.
دغې جوړې چې په ۱۹۷۰ کې په افغانستان کې واده کړی، د روان کال په فبروري میاشت کې ونیول شوه. تر دې مخکې د دې بریتانوي جوړې لور هم د خپل والدین روغتيايي وضعیت په هکله اندېښنه ښوولې وه او غوښتي و چې هغوې دې آزاد کړل شي.
نور ولولۍ: ملگري ملتونه: شاوخوا ۸۰ سلنه افغاناني له زده کړو او کار محرومې دي
له آرشیف څخه: