م.م: تر سلو زرو ډېر افغانان له پاکستان څخه اخراج شوي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۶, سهشنبهد مهاجرت نړيوال سازمان (آي او ام) د سې شنبې (د ۲۰۲۵م کال د می ۶مه) ويلي دي چې دغه اخراج شويو چې شمیر یې تقریباً ۱۱۰ زره دی، تر سخت فشار لاندې پاکستان پريښې او د اپريل میاشتې په پای او می میاشتې په سر کې بیرته خپل هېواد ته رسېدلي دي.
ياد سازمان زياته کړې ده چې له دوی څخه یې ډېری کسان له يوه شديد بيړني وضعيت سره مخامخ دي.
اړونده موضوع: م.م: له پاکستانه راستانه شوي افغانان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري
پاکستان د نړۍ هغه هېواد دی چې تر ټولو ډېر افغان کډوال پکې ژوند کوي. د اټکلونو پر اساس په دغه هېواد کې د دريو او څلورو میليونو په منځ کې افغان کډوال میشت دي چې د يو شمیر کړکيچونو له کبله دغه ګاونډي هېواد ته کډه شوي دي.
د «بحران د ډلې» په نوم نړيوال څيړنیز مرکز د معلوماتو په حواله په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهېسې څه نا څه ۴۰۰ زرو افغانانو پاکستان ته پناه وړې ده.
د ۲۰۲۳م کال په مني کې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې هغه ټول افغانان چې په دغه هېواد کې د اوسيدو قانوني اسناد نه لري، چې شمير کابو ۱،۷ ميليونه دی، باید بیرته خپل هېواد ته ستانه شي. د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په پای کې يو اړونده ضرب الاجل پای ته ورسېد.
د مهاجرت نړيوال سازمان نيوکه کوي چې اخراج شوي کسان مجبور شوي خپلې شتمنۍ پريږدي او کارونه له لاسه ورکړي. د دغه سازمان مرستيالې مشرې اګوچي دانیلز، خبرداری ورکړی چې له دوی څخه تر ټولو حساس قشر يعني ښځې او نجونې، په ډېرو مواردو کې له خپلو کورنيو جلا شوي او سرپناه او مرستو ته لاس رسی نه لري. نوموړې وويل چې نړيوال بسپنه ورکوونکي له دې کسانو سره د مرستې په موخه باید خپلې بسپنې ډېرې کړي.
اړونده موضوع: پي ټی ایم اروپا کې له پاکستانه د افغان کډوالو د اخراج پر ضد لاریونونه پیل کړي
ډېر شمیر افغانان د قانوني اسنادو پرته له لسیزو راهېسې په پاکستان کې ژوند کوي. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې له دوی ډېری یې بيرته خپل هېواد ته تر ستنېدو وروسته له يو شمیر ګواښونو سره مخامخ دي. په تېره ښځې او نجونې چې طالبانو یې حقونه په شدت سره محدود کړي دي.
همدا شان زياته شوې چې توکمیزې او مذهبي لږکۍ، د بشري حقونو فعالان او ژورناليستان هم تر ستنېدو وروسته له خطر سره مخامخ کیدلی شي.