ترمپ پر اوکراين باندې تر بریدونو وروسته پوتین «ليونی» بللی
۱۴۰۴ خرداد ۵, دوشنبهد امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، پر اوکراين باندې د روسیې وروستي بريدونه چې لږ تر لږه ۱۳ کسان پکښې وژل شوي دي، غندلي دي او د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين یې «ليونی» بللی دی.
د روسیې او اوکراین ترمنځ د بنديانو د تبادلې سره سم ترسره شويو دې بريدونو کې د شنبې او يکشنبې ترمنځ شپه کې ډېر کسان ټپيان شوي هم دي.
اړونده موضوع: روبيو: روسیه ښايي تر راتلونکې اوونۍ د اروبند شرایط وړاندې کړي
ترمپ، د سوشل تروت د خپلې ټولنیزې رسنۍ په يوه پوست کې وويل: «ما تل ويل چې پوتين، ټول اوکراين غواړي، نه يوازې يوه برخه او ښايي دا خبره سمه ثابته شي، خو که چېرې هغه دا کار کوي نو دا به د روسیې د سقوط باعث شي.»
ترمپ، زياته کړې: «ما تل له ولاديمير پوتين، سره ښې اړيکي لرلي دي خو اوس پرې څه شوي دي. هغه اوس ليونی شوی دی!»
د پوتين، په اړه د ترمپ، دا څرګندونو له مسکو څخه د مخ پر زياتيدونکي نهيلي توب نخښه ده.
اړونده موضوع: ترمپ ويلي زیلنسکي د کریمیا ټاپو پر سر جګړه اوږدوي
ترمپ، وويل چې پوتين، د اوکراين پر ښارونو «پرته له کوم دليله» د میزايلونو او ډرونو له فېرولو سره «پرته له اړتيا ډېر خلک وژني.»
ترمپ، پر مسکو د اضافي بندیزونو په اړه غور کوي
ترمپ، رسنیو ته وويل چې «د پوتين، له کړنو خوښ نه دی،»او د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا پر روسیې به د نورو بندیزونو په اړه غور وشي، نوموړي وويل: «هرو مرو.»
ترمپ، وويل: «زه هغه [پوتين] له پخوا پيژنم. تل مې ورسره ښې اړيکي لرلې، خو اوس پر ښارونو بريدونه کوي او خلک وژني او زه دا کار په هیڅ صورت کې نه خوښووم.»
روسیې په دريمه پرله پسې شپه پر اوکراين بريدونو ته دوام ورکړ
اوکرايني چارواکو د دوشنبې په سهار ويلي دي چې روسیې په پرله پسې دريمه شپه د جنګي ډرونو په کارولو سره خپلو بريدونو ته دوام ورکړی دی.
دا په ۲۰۲۲م کال پر اوکراين باندې د روسیې د بشپړ يرغل راهېسې تر ټولو ستر بریدونه بلل شوي دي.
اړونده موضوع: په اوکراين کې د روسيې پراخ بريدونه: په ډېرو سيمو کې بريښنا پرې شوې
د اوکراين هوايي ځواک د تليګرام له لارې د روسیې د نویو کروز توغنديو د بريدونو په اړه خبرداری ورکړی دی.
چارواکو ويلي چې په يو شمیر سیمو کې د دافع هوا سیسټمونه نصب کړل شوي، په داسې حال کې چې د ډېرو چاودنو په اړه رپوټونه ورکړل شوي دي.
د تلفاتو او يا زيان په اړه په سملاسي توګه څه نه دي ویل شوي.
د اوکراین د هوايي ځواک په حواله د روسیې ډرونونو يا بې پېلوټه الوتکو له تورې بحيرې څخه بندري ښار اوديسا په نخښه کړی وو.