روسیې او اوکراين په تور سمندرګي کې پر اوربند توافق کړی
۱۴۰۴ فروردین ۶, چهارشنبهدا توافقونه له امريکايي چارواکو سره د روسي او اوکرايني پلاوو د اوږدو مذاکراتو په نتیجه کې چې د سې شنبې په ورځ په سعودي عربستان کې پای ته ورسېدل، رامنځته شول.
سپينې ماڼۍ د بېلو اعلاميو په خپرولو سره ويلي دي چې له دې دواړو هېوادونو څخه یې هر يو «د کښتۍ چلوونې د امنيت پر تامینولو، د ځواک څخه د استفادې پر ختمولو او په توره بحيره کې د پوځي موخو له پاره د سوداګریزو کښتيو د استعمال پر ختمولو توافق کړی دی.»
د دې اعلاميو تر نشريدو وروسته اوکراين او روسیې هم په مذاکرات کې دا پرمختګ تائید کړ.
روسیه د ځينو بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه کوي
روسیې په تور سمندرګي کې د کښتۍ چلولو د امنيت د تامينولو په توافق کې خپل ګډون تائيد کړ.
کرملين د سې شنبې په ورځ وويل چې روسیه او متحده ايالات پر پوځي تاسيساتو باندې د دیرشو ورځو له پاره د نظامي عملياتو د درولو په اړه تدابیرو باندې سلا شوي دي چې د مارچ له ۱۸مې نیټې څخه پیل شوي.
خو کرملين دا هم ويلي دي چې په تور سمندرګي کې د عملياتو د درولو پر سر توافق يوازې په هغه صورت کې عملي کيدلای شي چې د دغه هېواد پر زراعتي بانک او همدا راز «د خوراکي توکو په نړيوال تجارت کې پر شاملو بنسټونو» باندې بندیزونه لغوه کړل شي او دغه بنسټونه د پېسو د انتقال له سويفت سیسټم سره وصل شي.
زيلنسکي د سولې پر لور «لومړيو ګامونو» څخه هرکلی کړی
د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، له قسمي اوربند چې په توره بحيره کې او همدا شان د انرژۍ پر زيربناوو د پوځي عملياتو درېدل پکې شامل دي، هرکلی وکړ خو په عين حال کې یې تينګار وکړ چې اوس توپ د مسکو په میدان کې دی.
زيلنسکي، وويل چې په راتلونکو ورځو کې به د روسیې چلند ډېرې موضوعګانې څرګندې کړي: «که چېرې يو ځل بيا د هوايي بريدونو ګواښونه کیږي، په توره بحيره کې له نوي سره عمليات کيږي، د روسیې لاسوهنې او تهديدونه ادامه پيدا کوي نو په هغه صورت کې بايد نوي تدابير غوره کړل شي، په ځانګړي توګه د مسکو پر ضد.»